د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار د چرگانو کاروبار له خطر سره مخ دی


د ننگرهار د چرگانو کاروبار له خطر سره مخ دی
د ننگرهار د چرگانو کاروبار له خطر سره مخ دی

د ننګرهار ولايت د چرګانو د فارمونو شاوخوا پنځه سوو استازو په يوې ګډې غونډې کې په سيمه کې د چرګانو د کورني توليد د کچې د ټيټوالي خبر ورکړ.

او علت یې د لارې په اوږدو کې پاټکونه او يو شمیر نورې ادارې گڼي.

دوی وايي د لارې په اوږدو کې ترې غير قانوني پيسې غوښتل کېږي .

په ننګرهار کې دا مهال د پنځو سوو په شاوخوا کې د چرګانو فارمونه شته چې د سيمې په زرګونو کسان په کې په کار بوخت دي.

د فارمونو د خاوندانو په وينا هره ورځ له دغو فارمونوڅخه د دوه لکو په شاوخوا کې چرګان لاس ته راځي دوی وايي دغه ولايت اوس مهال هره ورځ د اته لکو په شاوخوا کې چرګانو ته اړتيا لري.

دوی وايي دا مهال ورسره يو شمیر خيريه ټولنو د مرستو ژمنه کړې ده که چیرته له دوی سره مرسته کوونکې ادارې په خپله ژمنه ودریږي او دغه ستونزې چې دوی ورسره نن سبا لاس او ګريوان دي حل شي نو دوی به په راتلوونکيو اتو مياشتو کې ددغه ولايت او شاوخوا سيمو غوښتنه او اړتيا په ښه ډول پوره او مثبت ځواب به ورته ووايي.

د ننگرهار د چرگانو سوداگر وايي، په ګمرک کې پرته له يونيم شرکت اودهغه له خاونده نور ددوي داتحادې دشرکتونو له لارې چرګانوته راواردشوي خوراکي دانه نه محصولېږي.

د دوی په وينا دا هر څه يو کس ټیکه کړي نور څوک ترې دلته کاروبارنه شي کولاى.

د چرگانو دغه کاروباریان وايي، کله ناکله دوي ته دکورني توليد لپاره شوايط دومره سخت کړي او له بهره را واردېدونکي چرګان دومره زيات شي چې ددوی کورنى توليد پر دوی تاوان پاتې شي.

د ننګرهار ګمرک اداري مرستيال غلام فاروق بيا دا نه مني چې ګواکې يوازې د يوه شرکت له لارې د چرګانو را وارد شوې دانه محصولېږي.

دى د لارې په اوږدو کې د ګمرک له خوا دپاټکونو او د هغوی له خوا په خپل سر د پيسواخیستلو خبره هم په کلکه ردوي.

دى وايي د ګمرک ادارې له چا سره د مور او ميرې سلوک نه دى کړى د قانون له مخې يې ټولو ته کتلي او چلند يې ورسره کړى دى.

په دغه ولايت کې د اصنافو اتحاديه بيا وايي چې له دوی سره تر دا مهاله دغه ستونزه ياده شوې نه ده.

دوی به دغه ستونزه جدي وبولي او کار به پرې وکړي.

کتوونکي د چرگانو د فارمونو جوړیدل او هغوی ته وده ورکول په سيمه کې د بې روزګارئ د کچې په راټيټېدلو کې يو مهم اواغیزمن کار بولي او له بل پلوه د کورني توليد او اړتيا په پوره کولو کې يې لويه لاسته راوړنه او سيمې ته يو ګټور ګام بولي.

کتونکي دغه ډول چارې ترسره کول او کورنۍ لاس ته راوړنه د کوکنار يو ښه بديل هم ګڼي.

د دوی په وينا هغه کسان چې پخوا د کوکنارو په کرکيلي بوخت وو که دا ډول په کور کې دننه ګټې ته يې پام شي اودوی ته د فعاليت زمينه برابره شي نو به طبیعي شکل به د کوکنارو له کرکيلي راواوړي او حلالې ګټې وټې ته به يې پام شي.

XS
SM
MD
LG