د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني د اندونیزیا له دیني علماو سره وکتل


ښاغلي غني د جاکارتا د استقلال په جومات کې د دیني عالمانو او مشرانو سره یوځای لمونځ هم ادا کړ

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د استرالیایي او اندونیزیایي مشرانو سره له رسمي لیدنو کتنو وروسته د سنگاپور هیواد ته تللی دی.

په اندونیزیا کې د هغه هیواد له دولتي مشرانو سره د لیدنو کتنو تر څنگ ښاغلی غني د خپل سفر په دوهمه او وروستۍ ورځ د استقلال جومات ته لاړ چې د اسیا په جنوب ختیځ کې تر ټولو ستر جومات دی.

ښاغلي غني د جاکارتا په استقلال جومات کې د اندونیزیا د اسلامي مشرانو سره خبرې وکړې چې د هغه سره په کتنه کې د اندونیزیا د علماو د شورا رئیس، د اندونیز د پراخې اسلامي ټولنې د رئیس، د وحید انستیتوت رئیس او د استقلال د ستر جامع جومات امام حاضر وو.

د افغانستان د جمهور رئیس سره د اندونیزیا د اسلامي ټولنې د مشرانو له نیم ساعت خصوصي کتنې وروسته د استقلال جامع جومات امام نصرالدین عمر خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي غني سره په خبرو کې په اسلامي نړۍ کې د بشري حقونو، د جنسیت مساوات، اقتصادي وده او د معتدل اسلام د ترویج موضوعگانې شاملې وې.

ښاغلي عمر وویل چې افغانستان هیله من دی په هیواد کې ددغو موضوعگانو د ترویج لپاره له اندونیزیا سره گډ کار وکړي او افغانستان غواړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د محصلینو او د پوهنتون د استادانو د تبادلې اوسنی پروگرام پراخ شي چې معتدل اسلام او د زغم او تحمل فکر پراخ کړای شي.

د اندونیزیا د پخواني جمهور رئیس لور، گس دور هم په دې خبرو کې گډون کړی و. هغې خبریالانو ته وویل چې افغان ولسمشر په اندونیزیا کې د مختلفو ژبو او کلتورونو د شتون په وجه حیران شو.

جمهور رئیس غني همداشان اندونیزیا ته په سفر کې د اندونیزیا د سوداګرۍ خونو او تاجرانو په کوربه توب غوڼده کې په افغانستان کې د پانګې اچونې په فرصتونو هم خبرې کړې دي.

اندونیزیا ته له سفر وړاندې جمهوررئیس غني د استرالیا د صدراعظم په بلنه کانبیرا ته رسمي سفر تللی وو. ښاغلی غني له اندونیزیا څخه سنګاپور ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG