د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: د چین د ژمنو عملي کولو لپاره پلاوي ټاکل کیږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني (ارشیف)
افغان ولسمشر محمد اشرف غني (ارشیف)

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د چین د کړو ژمنو د عملي کولو لپاره د دواړو هیوادونو له لورې پلاوي ټاکل کیږي، چې د ژمنو عملي کولو لپاره اقدامات ترسره کړي.

ولسمشر غني چې تېره شپه له چین نه بېرته افغانستان ته راستون شوی، نن شنبه ماسپښین په ارګ کې خبریالانو ته وویل ډېر ژر به د چین یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته راشي، ترڅو ددغه هیواد د کړو ژمنو په تعمیل له افغان لوري سره خبرې وکړي، چې بیا د نورو مسائلو د تعقیب لپاره به بیا افغان پلاوی چین ته لاړ شي.

ولسمشر غني وویل چین ته د هغه دا سفر له ګڼو لاسته راوړنو سره مل وو، او شوې ژمنې او تړونونه به د افغانستان په ګټه وي.

ولسمشر غني وویل چین ژمنه کړې، چې راتلوونکي کال ته به ۵۰۰ ملیونو چینايي ینه مرسته وکړي چې په راتلوونکو درېیو کلونو کې به دا مرستې ۱.۵ ملیاردو چینايي پیسو ته لوړه شي، چین به ۵۰۰۰ افغان مسلکي کدرونه وروزي، ۵۰۰ تحصیلي بورسونه به افغان محصلینو ته برابر کړي.

افغان ولسمشر د جنوبي اسیا لپاره د چین د نوښت هرکلی وکړ، وې ویل چې له دغه نوښت به ګټه پورته کړي، چین به په جنوبي اسیا شل ملیاره ډالر ولګوي.

افغان ولسمشر وویل چې چین او افغانستان به ګډ صنعتي پارکونه جوړ کړي، د ولسمشر په ويناء ۴۰۰۰ افغان سوداګر په چین کې په پانګونې بوخت دي، او په خبره یې د افغانستان په پلاوي کې چې چین ته یې سفر کړی وو، د خصوصي سکټور غړي هم شامل وو.

ولسمشر غني وویل ‪"‬ له دې وروسته به په هر سفر کې راسره د خصوصي سکټور غړي حاضر وي.‪"‬

ولسمشر محمد اشرف غني خبریالانو ته وویل پدغه سفر کې یې له چینايي چارواکو سره د افغانستان د ملي زیربناء د پلان په تړاوو هم ژمنې ترلاسه کړي دي.

ولسمشر وویل‪"‬ د ملي زیربناء پلان دا معنی چې مونږ څومره د اوبو بندونو ته اړتیا لرو، څومره د اوسېدو کورونو ته اړتیا لرو، څومره واټن سړکونو ته مو ضرورت دی، د برېښنا د برېښناکوټونو اړتیا، پدې برخو کې به د چین تجربو نه ګټه واخلو او شپږو میاشتو کې پلټنې وکړو او پلان به ولرو.‪"‬

افغان جمهور رئيس وویل له ملي شورا سره پدې کار کوي، ترڅو پرمختیايي بودیجه له یوې کلنې مودې درې کلنې مودې ته اوږده کړي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا چینايي پانګوال به په افغانستان کې پانګونه وکړي، ولسمشر وویل نوي افغان حکومت د اصلاحاتو لپاره یو لړ ګامونه اخېستي دي، په ويناء یې په ستره محکمه کې به یو لړ تغییرات راشي، او په څو میاشتو کې به نوي قاضیان معرفي شي، لویه څارنوالۍ د سوداګریزو شرکتونو په کارونو کې له لاسوهنې منعه شوې، د کابل بانک قضیه به تعقیب شي.

افغان ولسمشر وویل راتلوونکی کال به د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو د نمانځنې کال وي.

ولسمشر وویل چین، سعودي عربستان او ترکیه درې واړه هیوادونه د افغانستان په سوله کې رغنده رول لوبولی شي.

ولسمشر وویل پاکستان د سفر تیاری نیسي.

چین ته د افغان ولسمشر ددغه سفر په تړاوو له امریکا او غربي هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو په دوام اندېښنې راټوکېدلي، دغو اندېښنو ته افغان ولسمشر په ځواب کې وویل چې چین او امریکا دواړه د افغانستان ثبات ته ژمن دي.

ولسمشر وویل بهرنی سیاست یې په پنځو حلقو ویشلی، او له هرې حلقې به د افغانستان د ګټې لپاره کار واخلي.

له افغان امنیتي ځواکونو سره د چین د مرستو په تړاوو افغان ولسمشر وویل په اصولو کې توافقات شوي، خو د مشخصاتو د معلومولو لپاره لا هم په چین کې یو افغان پلاوی پاتې دی.

د ولسمشر په ويناء چین ژمنه کړې ده، چې د افغان هوايي ځواک د هوايي ټرانسپورټ په برخه کې مرسته وکړي ترڅنګ د ماینونو د شنډولو له ټکنالوژۍ به کار واخلي.

افغان ولسمشر څلور ورځې په چین کې وو او هلته یې د چین د ولسمشر په بلنه رسمي سفر درلود او ترڅنګ یې د اسټانبول د پروسې د اسیا د زړه د هیوادونو په کنفرانس کې یې هم برخه واخېسته.

تر چین وړاندې افغان ولسمشر سعودي عربستان ته تللی و

XS
SM
MD
LG