د لاس رسي وړ اتصالات

مینه پال: د پاکستان په وړاندې تګلاره مو بدله شوې


په کابل کې د ملي امنیت په یو دفتر د برید وروسته د باکستان په هکله د افغان حکومت د چارواکو په څرګندونو کې هم بدلون راغلی.
په کابل کې د ملي امنیت په یو دفتر د برید وروسته د باکستان په هکله د افغان حکومت د چارواکو په څرګندونو کې هم بدلون راغلی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د هیوادونو پالیسي د تعهداتو او ژمنو پر اساس تنظمیږي او تل په یو حال نه پاتې کیږي.

ښاغلي مینه پال وویل " کاملآ زمونږ پالیسۍ تغیر کړی دی، مونږ د افغانستان د ملت پر وړاندې مسولیت لرو ، چې د هغه چا پر وړاندې باندې ودریږو چې هغه د افغانستان خلک شهیدان وي، هغه په افغانستان کې انفجار او انتحار کوي، کاملآ ولې بیا هم مونږ د څلوراړخیر کمیسیون تعهداتو ته چې زمونږ له طرفه شوي دي ورته متعهد یو، ولې غواړو چې پاکستان چې کوم تعهدات کړي په عمل کې هغه ثابت کړي او که ثابت یې نه کړي نو فکر نه کوم چې دا خبرې ډيرې ښکاره او کومه خاصه نتیجه ولري".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال د کابل د سه شنبې د ورځې د برید په اړه د افغانستان د امنیتي ادارو د پلټنو د پایلو په باب وویل چې دا پلټنې لا هم دوام لري.

خو هغه وویل چې ټول په دې ښه پوهیږي چې په افغانستان کې چې په تیرو څوارلسو کلنو کې کوم بریدونه شوي، ادرس یې معلوم دی او هغه کسان معلوم دي چې د دغسې بریدونو لپاره روزل کیږي، وسایل ورکول کیږي، انفجاري مواد ورکول کیږي او د انتحار لپاره واسکټونه ورکول کیږي.

ښاغلي مینه پال وویل " نو دا برید د حقاني شبکې کړی دی او د حقاني شبکه تاسو ته معلومه ده چې د پاکستان سره ډیر نږدې او د هغوی په خدمت کې ده او د هغوی پلانونه د افغانستان د خلکو او ولس پر وړاندې دلته عملي کوي".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل چې دا لومړني معلومات دي، خو دوی لا هم په دې کار کوي چې دا معلومه شي چې د کابل د سه شنبې د ورځې د برید بریدکوونکي له کوم ځای راغلي وو او څنګه دغه هدف ته ورسیدل.

دواخان مینه پال د حقاني شبکې سره په دغه برید کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی، ایس، آی د لاس لرلو په باب وویل چې پاکستان تل د دغې ډلې سره په بریدونو کې مرسته کړې ده.

ښاغلي مینه پال وویل "په هیڅ برید کې چې هغه د حقاني ډله په کې لاس ولري، هغه د پاکستان بې مرستې نه شي کیدلی، دا تیرو څوارلس کلونو راثابته کړې ده".

د کابل پل محمود خان په سیمه کې د ملي امنیت د ریاست په یو دفتر باندې د تیرې سه شنبې د ورځې په برید کې د دغه ریاست د یو شمیر کارکوونکو په ګډون ۶۴ تنه ووژل شول او د ۳۴۷ پورې نور ټپیان شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغې برید اکثره قربانیان ملکي افغانان دي.

پاکستان تل د افغان حکومت د چارواکو دغسې ادعا بې اساسه بللي او ویلي دي چې هیواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

پاکستاني چارواکو د نړۍ د نورو یو شمیر مشرانو په څیر دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت ددغه هیواد د صدراعظم میا نواز شریف هغه پیغام رسنیو ته استولی چې په کې ښاغلي شریف د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سه شنبې د ورځې په برید کې افغانانو ته د ځاني او مالي زیانونو د رسیدلو له امله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د خواخوږۍ په دغه پیغام کې د پاکستان صدراعظم په سختو ټکو ددغه برید د غندلو ترڅنګ د تروریزم پر وړاندې په ګډې مبارزې هم ټینګار کړی دی.

د پاکستان صدراعظم ویلي چې پرته له شک څخه تروریزم یو ګډ دښمن دی، چې له منځه وړل یې نه یوازې په ملي کچه بلکې په سیمه ایزه او نړیواله کچه هم ګډو هڅو اړتیا لري.

د بیغام دمخه د پاکستان صدراغظم په یو بیان کې دغه برید غندلی وو.

طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی او ویلي دي چې په دغه برید کې یې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو د ساتنې د دفتر په لسګونو کارکوونکي وژلي او ټپیان کړي دي.

افغان حکومت د دغه برید د قربانیانو د درناوي لپاره نن او سبا د افغانستان په دننه او بهر کې د دغه هیواد بیرغ نیم ځوړند کړی دی.

XS
SM
MD
LG