د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني ایران او هند ته ځي


جمهوررئیس غني سره په دغه سفر کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ملګرتیا نه کوي.
جمهوررئیس غني سره په دغه سفر کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ملګرتیا نه کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د روانې عیسوي میاشتې ترپایه ایران او هند ته په رسمي سفر لاړ شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابیدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهور رئیس غني به لومړی ایران ته لاړشي.

ښاغلي عابیدي وویل " ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به هند ته د خپل سفر دمخه ایران ته لاړ شي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه ایران ته د جمهور رئیس غني د سفر نیټه نه ده اعلان کړې خو په هند کې د افغانستان د سفارت چارواکو خبریالانو ته ویلي چې جمهور رئیس غني به د روانې عیسوي میاشتې په اوویشتمه هند ته په رسمي سفر ور شي.

جمهور رئیس غني سره په دغه سفر کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ملګرتیا نه کوي.

اجرائیه رئیس په تیر مارچ میاشت کې هند ته په یو غیر رسمي سفر تللې و، چې هلته یې د هغه هیواد د حکومت یو شمیر عالي رتبه غړو سره هم لیده کاته کړي وو.

نږدې اوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو وروسته دا ایران او هندوستان ته د افغانستان دجمهوررئیس لومړی سفردی.

جمهور رئیس غني د دغه سفر وړاندې په سیمه کې سعودي عربستان، چین، پاکستان، نیپال او ترکمنستان ته هم سفرونه کړي دي.

د هند اندیښنې

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان هند او ایران ته د جمهور رئیس غني سفر په باب وایي چې جمهور رئیس غني به هڅه وکړي چې د دغو دوو هیوادونو هغو اندیښنو ته ځواب ورکړي چې د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان نه د افغان حکومت د سیاسي ملاتړ وروسته د ایران او پاکستان سره د افغانستان د تیرو میاشتو د ګرمو اړیکو د ټینګیدلو وروسته هند ته پیدا شوي دي.

د افغانستان سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ایران او پاکستان د جمهور رئیس غني د بهرني سیاست د لومړیتوبونو په دوهمه درجه کې ځای لري.

ښاغلی سعیدي وویل " د ښاغلي غني د سیاست لومړیتوبونه په لومړي قدم کې یعنی په لومړي پړاو کې چین، پاکستان او سعودي عربستان وو، په دوهم پړاو کې هندوستان او ایران وو ".

احمد سعیدي وایي پاکستان په خپلو وعدو وفا ونه شوه کړی، اوس جمهورئیس هندوستان ته سفر کوي خو هندوستان خفه دی او پخلا کول به یې وخت واخلي.

د افغانستان د چارو دا کارپوه وایي چې ایران هم د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان نه د افغانستان د ملاتړ د دریځ نه خوشاله نه دی.

ښاغلی سعیدي دا ګڼي چې دا یوازې سفرونه دي او ددغو هیوادونو سره د اړیکو بیرته ښه کیدلو لپاره یو څه ناوخته شوی دی.

خو د افغانستان د سیاسي چارو یو بل کارپوه حامد صبوري بیا دا ګڼي چې ایران او هندوستان ته د جمهوررئیس غني سفر د جمهوررئیس د بهرني سیاست د د هغې کړۍ برخه ده چې جمهوررئیس غني څو وارې پرې غږیدلی دی.

ښاغلي صبوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې هندوستان ته د جمهوررئیس غني سفر د پاکستان د سفر نه ډیر توپیر لري.

ښاغلی صبوري وویل " د جمهور رئیس د بهرني سیاست په لومړی حلقه کې د سیمې هیوادونه دي غواړي خپلې ټولې اړیکې دغو هیوادونو سره تر کومه چې امکان لري سمې کړي".

ښاغلی صبوري وایي چې پاکستان ته د جمهور رئیس غني د سفر ډیره برخه د سولې مسله وه خو ایران او هندوستان ته د هغه د سفر په موضوعاتو کې د سولې د مسلې سربیره اقتصادي او امنیتي مسلې هم شاملي دي.

د افغانستان د چارو دا کارپوه هم وایي چې جمهور رئیس به هڅه وکړي چې د هندوستان اندیښنو ته چې پاکستان سره د افغان حکومت له نږدې کیدلو دغه هیواد ته پیدا شوي هم ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG