د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د شپې له خوا عملیاتو ته اجازه نه ده ورکړل شوې


افغان ځانګړي ځواکونونه د پوځي تمرین په حال کې(ارشیف)
افغان ځانګړي ځواکونونه د پوځي تمرین په حال کې(ارشیف)

د افغانستان د جمهوري ریاست وایي چې د شپې د عملیاتو د بیا پیالیدلو په باب په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه سم نه دي او هیڅ ډول نظامي عملیاتو ته د شپې له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې په پخواني حکومت کې هم په بشپړه توګه د شپې عملیات نه وو بند شوي بلکې یو لړ محدودیتونه پرې لګیدلي وو.

ښاغلي عظیمي وویل" په افغانستان کې یوازې ددفاع وزارت کولای شي چې د شپې عملیات ترسره کړي. مونږ دشپې عملیات پیل کړي دي، په اوس وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د شپې د عملیاتو او نورو مسلو په برخو کې د یو میکانیزم په جوړولو بوخته ده خو مونږ د شپې د عملیاتو په برخه کې کومه ستونزه نلرو".

د ارګ نه دغه خپور شوي بیان کې ویل شوي "کوم راپورونه چې په رسنیو کې د افغان امنیتي چارواکو څخه نقل قول شوي دي چې ګواکې افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو ته د شپې له خوا د عملیاتو اجازه ورکړ شوې ده او یا به اجازه ورکړ شي کاملا غلط او بی بنسټه دي. هیڅ ډول نظامي عملیاتو ته د شپې له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې".

دا بیان وایي چې جمهور رئیس غني د افغانستان امنیت شورا ته دنده سپارلې تر څو یو طرزالعمل د افغانستان د ټولو اړوند قوانینو، اسلامي او افغاني ارزښتونو او د افغانانو د دود او ځایی عنعنو سره په بشپړه توافق کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو د څرنګوالې د تنظیم لپاره چمتو کړي.

دا بیان وایي چې دغه طرزالعمل به رئیس جمهور په خپله یو ځل ګوري او وروسته له هغه چې ډاډ تر لاسه شي چې په دغه عملیاتو کې افغانانو ته او افغان امنیتي ځواکونو ته کوم خطر او زیان متوجه نه دی، کیداي شي چې عملیات تر سره شي.

د ارګ بیان وایي چې دغه طرزالعمل تر کار لاندې دی او تر اوسه پورې نهایي شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG