د لاس رسي وړ اتصالات

خصوصي سکټور د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي


په اوس وخت کې یوازې کابل پنځه سوه میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې درې سوه میګاواټه یې د منځنۍ اسیا له هیوادو برابریږي
په اوس وخت کې یوازې کابل پنځه سوه میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې درې سوه میګاواټه یې د منځنۍ اسیا له هیوادو برابریږي

د افغانستان د برېښنا موسسه وایي، د غضنفر ګروپ په نوم د افغان پانګوالو د څوو شرکتونو یوې ډلې پریکړه کړې، چې د لومړي ځل لپاره د جوزجان ولایت د ګازو د زیرمو نه د برېښنا د تولید لپاره تر پینځه اویا میلونو امریکایي ډالرو پانګونه وکړي.

د برېښنا د موسسې د عملیاتو برخې رئیس شکیب احمد نثار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د دغې پانګونې په برخه کې یو تفاهم لیک د چارشنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شوی دی.

ښاغلي نثار وویل " مونږ اوس کار پیل کړی او کاري ګروپ لومړۍ غونډه لرله، تمه داده چې غضنفر ګروپ یو لړ څیړنې او هم یو شمیر سوداګر را غونډ کړي ترڅو عملآ د ګازو د بڼې په باب چې کومو معلوماتو ته اړتیا لري د کانونو له وزارت نه یې ترلاسه کړي او په مزار او شبرغان کې چې د برښنا په باب هغوی کومو معلوماتو ته اړتیا لري د برښنا موسسه به یې ورته برابر کړي ".

د چارشنبې په ورځ د افغانستان د کانونو او پیټرولیم، انرژۍ او برښنا او مالیې د وزارتونو او د افغانستان د برښنا موسسې، او غضنفر ګروپ د استازو ترمنځ په کابل کې په دې هکله یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

ټاکل شوې ده چې دا کاري ډله په خپله دوهمه کاري غونډه کې چې ترراتلونکو شپږ اونیو به په کابل کې جوړه شي د برښنا د تولید او د هغو ماشینونو د ظرفیت په باب هم خبرې وکړي چې د غضنفر ګروپ په پام کې لري چې له بهرنیو شرکتونو څخه یې واخلي او افغانستان ته یې وارد کړي.

ښاغلي نثار وویل "باید د ګاز د بیعې په هکله خبرې وکړو چې له مخې به یې د برېښنا موسسه د برېښنا بیه وټاکي".

د افغانستان د برېښنا موسسې چارواکي وایي چې ددغې موسسې وړاندیز دا دی چې باید د کانونو او پیټرولیم وزارت غضنفز ګروپ باندې په داسې بیه ګاز وپلوري چې هغه خلک چې د دغه ګروپ له خوا د تولید شوې برېښنا څخه ګټه اخلي بیه یې افغانستان ته د منځنۍ آسیا د هیوادونو څخه د وارداتي برېښنا له بیو لوړه نه اوسي.

په پام کې ده چې دا پروژه به تر راتلوونکو دوو کلونو بشپړه شي او کله چې فابریکه په تولید پیل وکړي نو دا فابریکه به د پنځوس میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري چې وبه کولی شي چې پنځوس زره کورونو او پنځوس فابریکو ته برېښنا برابره کړي.

د افغانستان د برېښنا موسسه وایي چې له دغې برېښنا څخه به هغو سیمو ته برېښنا برابره شي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو وارداتي برېښنا مزي ورته نه دي غزول شوي.

د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت وايي چې که چیرې دا پروژه عملي شي نو وارداتي برېښنا ته به د افغانستان اړتیا کمه شي.

د دغه وزارت مرستیال شجاالدین ضیایي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان خصوصي سکټور د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي چې دا وزارت یې هرکلی کوي.

ښاغلي ضیایي وویل " د خصوصي سکټور پانګونه ډیره مهمه ده او دا کولای شي چې په راتلوونکي کې په برېښنا باندې زمونږ په کور دننه د بسیا کولو سره مرسته وکړي".

د افغانستان د برېښنا موسسه وایي چې په اوس وخت کې یوازې کابل پنځه سوه میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې د دغه ښارد اړتیا وړ برېښنا درې سوه میګاواټه یې د منځنۍ اسیا د دوو هیوادونو ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا څخه پوره کیږي او پاتې برخه یې په افغانستان کې د تولید شوې برېښنا نه پوره کیږي.

XS
SM
MD
LG