د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د شنبې په ورځ بیا مظاهرې وشوې


په افغانستان کي د شنبې په ورځ هم خلکو د هغه امریکایي عیسوي پادري په خلاف مظاهرې وکړې چی د قرآن شریفونو د سوځولو گواښ یې کړی و.

اسوشیټیډ پریس خبری آژانس رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چی بلوا کونکو د لوگر د ولایت په ( پل علم ) کي دوکانونو او د پولیسو د تلاشیو پوستو ته اورونه واچول.

او د رویتر خبري آژانس بیا وایي چی د بدخشان په ولایت کي په درو ولسوالیو کي څو زره خلک راغونډ شوي وو.

پرون په زرگونو افغانانو په ټول ملک کي مظاهرې وکړې او د امریکا د یوې کلیسا د پادري ( ټیري جونز ) ددې گواښ په مقابل کي یې چی ویلي یې و قرآن شریف ته به اور واچوي، خپل قهر او غوصه څرگنده کړه. په دې مظاهرو کي لږ تر لږه اته کسه زخمي شوي دي. مگر دغه پادري وروسته وویل چی دا کار به ونه کړي. هغه اوس نیویارک ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG