د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د عامې روغتیا نوې تګلاره اعلان کړه


افغانستان د عامې روغتیا نوې تګلاره اعلان کړه
افغانستان د عامې روغتیا نوې تګلاره اعلان کړه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د صحي خدماتو د مراقبت د کیفیت د ښه والي ملي ستراتيژي چې تر ۲۰۱۵ کاله به تطبیق کیږي اعلان کړه.

دا ستراتيژي چې د یو ایس ای ډي په تخنیکي مرسته جوړه شوې د عامې روغتیا وزارت د کیفیت د بهتره کولو د لومړیتوبونو سره عیاره ده.

د روغتیا وزارت مرستیالې ډاکټرې نادره حیات برهاني د ستراتيژۍ د اعلان په مهال وویل چې پدې ستراتيژۍ کې د مور او ماشوم مراقبت، د کوچنیانو روغتیا، تغذيي او ساري ناروغیو د درملنې کیفیت ته پاملرنه یې په لومړیتوبونو کې راځي.

هغې زیاته کړه چې ستراتيژي ګڼ اهداف لري او په تطبیق به یې په افغانستان کې په عامه او خصوصي روغتونونو کې د درملنې کیفیت ښه شي.

ډاکټرې برهاني زیاته کړه چې د ناروغانو د مسؤلیت پیژندنې ښه کیدل، د راپور ورکول ښه سیستم په کلینیکونو کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو لوړوالی د ستراتيژۍ مهم اهداف دي، خو ددې ستراتيژۍ تطبیق یو لړ ستونزې هم لري.

ډاکټره برهاني وايي: ‪"د عامې روغتیا وزارت چې ددې ستراتيژۍ په تطبیق کې کومې ستونزې لري، هماغه د ماليي ښو امکاناتو او بشري قوې نه لرل دي، دا ډول د طبي تجهیزاتو نه لرل هم شامل دي.‪"

بل لورته په افغانستان کې د یو ایس ای ډي مشر کین یاماشیتا وویل چې ستراتيژي د روغتیا په ګڼو برخو مشتمله ده او په تطبیق به یې چې د مرستندویانو مرستو ته اړتیا لیدل کیږي د افغانستان کلیوالو او ښاري سیمو ته ښه صحي خدمات وړاندې شي.

د روغتیا وزارت وايي چې یو سلو شپېته روغتیايي مقررې، لایحې، پالیسۍ او ستراتيژۍ لري چې له دوه زره او درېیم کال راهېسې یې جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG