د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان او مصر کې د سږ کال روژه


په افغانستان او مصر کې د سږ کال روژه
په افغانستان او مصر کې د سږ کال روژه

افغانانو په پوره روحاني احساساتو سره د روژې میاشتې ته تیاری نیولی دی او په بازار کې له بل هر وخت څخه ګڼه ګوڼه زیاته ده. خلک د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې د اړتیا وړ شیان رانیسي.

د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې افغانانو په خورا مینه د جمعې د ورځې په لمانځه کې برخه واخیسته. داکتر محمد ایاز نیازي خلکو ته د روژې د مبارکې میاشتې د ارزښتونو، فرایضو او وجایبو په اړه وعض وکړ.

"د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص وایي هر هغه څوک چې د روژې په میاشت کې په رښتیني توګه روژه نیسي لوی خدای به د هغه او هغې ټولې کړې ګناه ګانی وبخښي"

له بلې خوا په بازارونو کې په داسې حال کې ګڼه ګوڼه ده چې خلک د روژې د میاشتې اړتیاوی په خاصه خوراکي توکي رانیسي. د کابل اوسیدونکی غلام سخي وایي.

"زه د روژې د مبارکې میاشتې لپاره تیاری نیسم او نن راغلی یم چې یو څه واخلم. ځکه د روژې د میاشتې په ترڅ کې به هر څه قیمته وي"

په داسې حال کې چې په هیواد کې تاو تریخوالی زیات شوی، افغانانو له طالبانو غواړي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او په حکومت کې په ګډون سره د هیواد خدمت وکړي. د ننګرهار اوسیدونکی شیرولي وایي:

"زه له طالبانو غواړم چې د روژې په میاشت کې ځانمرګي بریدونه او د بیګناه خلکو وژنې بس کړي. دوی باید راشي او د هیواد خدمت وکړي او د روژې د مبارکې میاشت درناوی وکړي"

د روژې مبارکه میاشت چې اټکل کیږي سبا ته به پیل شي د خیر او برکت نه ډکه میاشت ده چې مسلمانان د دیني مناسکو په ترسره کولو سره د لوی خدای له دربار څخه دنیاوي او اخروي ښیګړې غواړي.

سږ نې روژه په مصر کې هم له پخوانیو هغو سره توپیر لري. سږ کال په قاهره کې روژه په داسي حال کې راځي چې د حسنی مبارک د څو لسیزو اوږده واکمني په مصر کې د پراخو مظاهراتو له کبله پای ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG