د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د طالبانو سره د سولې شورا اعلان کړه


افغان حکومت د طالبانو سره د سولې شورا اعلان کړه

افغان حکومت د طالبانو سره د سولې شورا اعلان کړه

د افغانستان حکومت یوه شورا جوړه کړی چی د طالبانو سره د سولی د مذاکراتو کار په مخ بوځی او یاغیان دی ته تشویق کړی چی خپلی وسلی په ځمکه کیږدی.

جمهور ریس حامد کرزي نن د سولی اویا کسیزه عالی شورا اعلان کړه ، په دی شورا کی پخوانی جنگ سالاران ، پخوانی جمهور رئیسان ، پخواني د طالبانو چارواکی، د مدنی او مذهبی ټولنو مشران او همداشان ښځی برخه لري.

دغه پریکړه چی د سولې شورا دې جوړه شي د جون په میاشت کی د سولی په مشورتی جرگې کې شوې وه.

جمهور رئیس په طالبانو غږ وکړ چی د تشدد نه لاس واخلی او د ملک اساسی قانون رعایت کړی. هغه یو ځل بیا په یاغیانو غږ وکړ چی د سولی په بهیر کی شامل شی.

بل پلو، په افغانستان کی د ناتو د قواوو قوماندان وایی چی د طالبانو جگ پوړیو مشرانو د افغانستان د حکومت سره د روغی جوړی په اړه تماس نیولی دی.

د آی ساف د قواوو قوماندان امریکایی جنرال دوید پیتریس پرون وویل چی طالبانو د افغانستان د عالی رتبه حکومتی چارواکیو سره تماسونه نیولی دی.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي ویلی و چی د طالبانو سره به یوازی په هغه شرط خبری وشی چی د تشدد نه لاس واخلی او د افغانستان اساسی قانون ته درناوی وکړی.

جنرال پیتریس وویل چی د امریکا پوځ د ښاغلي کرزي د دی شرطونو ملاتړ کوی او دا عمل یی په عراق کی د سنی یاغیانو سره جگړی ته ورته وباله .

طالبانو د روغی جوړی خبری رد کړی او ویلی یی دی چی نړیوالی قواووی باید لومړئ د افغانستان نه ووځي.

XS
SM
MD
LG