د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان درې ډلو افغانانو ته د اوږدمهاله اوسیدو ویزې ورکوي


په ٢٠١٦ کال کې شاوخوا ٧٠٠ زره افغان مهاجر له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي
په ٢٠١٦ کال کې شاوخوا ٧٠٠ زره افغان مهاجر له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

هغه افغانان چې په پاکستان کې سوداگري لري، هغوی چې پاکستانۍ میرمنې لري او هغه محصلین چې په پاکستان کې زده کړې کوي، کولای شي د پاکستان د اقامت اوږدمهاله ویزه ترلاسه کړي.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال ددې مطلب د بیانولو په ترڅ کې وویل چې د پاکستان حکومت موافقه کړې چې په هغه هیواد کې د افغان مهاجرو د اوسیدو نیټه د روان کال تر دسامبر پورې وغزوي.

جاوید فیصل په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان، پاکستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په درې اړخیزه غونډه کې چې په اسلام آباد کې جوړه شوی وه، همداشان موافقه وشوه چې پاکستان د د هغو افغان مهاجرو د ثبتولو پړاو چې په هغه هیواد کې اوسیږي او تر اوسه نه دي ثبت شوي، هم پیل کړي.

پاکستاني مقاماتو په تیر یو کال کې په ځانگړې توگه د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د خړپړتیا وروسته افغان مهاجر چې پرته له ثبت او راجستریشن په هغه هیواد کې اوسییږي ازار او زورولي او یو شمیر یې په زور اخراج کړل.

ښاغلي فیصل وویل په دې وروستۍ ناسته کې په دې ټینگار وشو چې نور هیڅ افغان مهاجر په جبري توگه له پاکستان نه ونه ایستل شي.

د ملگرو ملتونو سازمان رپوټ ورکړی چې په پاکستان کې شاو خوا ۷۰۰ زره افغان مهاجر په ٢٠١٦ کال کې خپل هیواد ته تللي دي چې شاوخوا نیمایي یې نه وو راجستر شوي. اوس هم څه دپاسه یو نیم میلیون افغان مهاجر په پاکستان کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG