د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان نیول شوي افغان دیپلوماتان بیرته خوشې کړل


د یونیورستي ټاون پولیس: "٢٨ تنه نیول شوي وو چې یواځې یو تن یې په توقیف کې پاتې شو او نور ټول بیرته آزاد شول."
د یونیورستي ټاون پولیس: "٢٨ تنه نیول شوي وو چې یواځې یو تن یې په توقیف کې پاتې شو او نور ټول بیرته آزاد شول."

د پاکستان د اکسپرس تربیون ورځپاڼې د خبر له مخې څلور افغان دیپلوماتان چې د پیښور د یونیورستي ټاون په سیمه کې اوسیدل د افغان مهاجرو د نیولو په پروسه کې نن سهار توقیف شول.

په پیښور کې افغان کنسل جنرال سیدمحمد ابراهیم خیل د امریکا غږ سره په تلیفوني خبرو کې د افغان دیپلوماتانو توقیف کیدل تائید کړل، خو زیاته یې کړه چې دیپلوماتان د لنډ وخت لپاره توقیف شوي وو خو د هغه په وساطت ډیر ژر بیرته خوشې شول.

د اکسپرس تربیون ورځپاڼه لیکي چې د څلور تنو دیپلوماتانو په گډون ٢٨ تنه افغانان چې په سیمه کې اوسیدل د یونیورستي ټاون د پولیسو تاڼې ته په داسې حال کې ولیږدول شول چې د افغان په پاکستان کې د غیر قانوني افغان مهاجرو د نیونې لړۍ روانه ده.

د ورځپاڼې په وینا په پیښور کې د افغان کونسلگرۍ په دې څلور دیپلوماتانو کې دریم سکتر عبدالحمید واحدي، د ترانسپورتي چارو امر غلام سخي عظیمي، د مهاجرو د چارو افسر ډاکتر الکوزی او نور محمد حقجو شامل وو.

د یونیورستي ټاون د پولیسو یو منصبدار د نن سهار د نیونو په اړه وویل "٢٨ تنه نیول شوي وو چې یواځې یو تن یې په توقیف کې پاتې شو او نور ټول بیرته آزاد شول."

هغه زیاته کړه چې ٢٧ تنه د اسنادو له مخې کوم ستونزه نه درلوده او د پاکستان قانوني اقامت یې درلود "یواځې یو تن یې شکمن و، او اوس له هغه نه پلټنې روانې دي"

په پیښور کې د افغان جنرال کنسل ښاغلي ابراهیم خیل په وینا هغه شاو خوا اوه بجې د سهار د پیښې ځای ته ځان ورساوه او مسله حل شوه.

ښاغلي ابراهیم خیل پر دې نیونې باندې خپگان څرگند کړ او دا کار یې د ژنیو د کنونسیون له پریکړو خلاف وباله کوم چې د دیپلوماتانو مصونیت او ځانگړی حق تضمینوي. هغه دا هم وویل چې په اسلام آباد کې یې د افغانستان سفیر جانان موسی زي ته هم د پیښې په هکله خبر ورکړی دی او هغه به دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړي.

ښاغلي ابراهیم خیل د اکسپرس ورځپانې ته ویلي چې " دا لومړنۍ پیښه نه ده. دوه ورځې دمخه زه ودرول شوم او پولیسو مې دفتر د تللو مخه ونیوله.

هغه دا هم وویل چې په تیر دسمبر کې د پیښور پر یو ښوونځي باندې د ځانمرگي برید وروسته په پاکستان کې د غیرقانوني افغان مهاجرو د سرکوبۍ په ترڅ کې په سلگونو افغانان نیول شوي دي او په زندانونو کې اچول شوي.

XS
SM
MD
LG