د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني نوي افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستنوي


د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي چې د هر چا د پناه غوښتنې دوسیه به یو په یو، وڅیړل شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي چې د هر چا د پناه غوښتنې دوسیه به یو په یو، وڅیړل شي.

په داسې حال کې چې جرمني د سلگونو زرو مهاجرو د ځای پر ځای کولو له ستونزې سره لاس او گریوان دی، د دې هیواد یو لوړپوړي امنیتي مقام د چارشنبې په ورځ وویل د افغانستان د نسبتا امنو سیمو څخه دې هیواد ته د افغان مهاجرو راتگ د مننې وړ نه دی. هغه خبرداری ورکړ چې د دوی زیات شمیر به بیرته هیواد ته ستانه کړای شي.

د جرمني د کورینو چارو وزیر توماس دي مایزری وویل جرمني او نورو لویدیځو هیوادونه له افغانستان سره په میلیونونو ډالر انکشافي مرستې کړي دي، خپل سرتیري او پولیس یې هغه هیواد ته استولي دي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایزری
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایزری

ښاغلي مایزیری وویل "هغه افغانان چې جرمني ته راغلي دي باید ددې تمه ونه لري چې دلته به میشت شي او د افغانانو قضیه به په ځانگړې توگه و ارزول شي."

هغه په برلین کې خبریالانو ته دا هم وویل چې په نویو مهاجرو کې زیات شمیر د منځنۍ طبقې افراد شته چې ډیر یې د کابل اوسیدونکي دي.

ښاغلي مایزیری وویل چې د افغان حکومت سره موافقې ته رسیدلي چې ځوان او د منځنۍ طبقې افغانان باید په هیواد کې پاته شي چې خپل ټاټوبی آباد کاندي. د هغه په وینا جرمني سرتیري او پولیس منصبدار هڅه کوي چې د افغانستان په امن کولو کې خپله ونډه ادا کاندي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، جرمني نه غواړي چې افغانستان د "یو امن هیواد" په توگه اعلان کړي، خو زیاته یې کړه چې د هر چا د پناه غوښتنې دوسیه به یو په یو، وڅیړل شي.

ښاغلي مایزیری وویل جرمني به د افغان حکومت سره په گډه کار وکړي چې هیواد ته د خلکو د بیرته راتللو په اړه ډاډمن شي او اروپایي ټولنه به د کابل سره په یوې معاملې خبرې وکړي چې دوی رد کړای شوي پناه غوښتنونکي بیرته په هیواد کې ومني.

جرمني له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې خدمت کوي او اوسمهال د ناتو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ په ماموریت کې ٩۴۴ سرتیري لري.

XS
SM
MD
LG