د لاس رسي وړ اتصالات

بیرته راستنیدونکې کډوال: د کورونو د نُمرو په ویش کې درغلۍ کیږي


سږ کال له پاکستان څخه شاوخوا اته سوه زره کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
سږ کال له پاکستان څخه شاوخوا اته سوه زره کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ننګرهار ولایت ته له پاکستان څخه راستنې شوې کورنۍ وايي چې حکومت د کور د ځمکې لپاره اویزونه ورکړي خو له تېرو څو کلونو راهیسې یې نمرې نه دي تر لاسه کړي.

دوی وايي په ښارګوټو کې د نمرو په ویش کې ټګي برګي کیږي.

دېرش کلن الله نظر په ۲۰۰۷ کال له پاکستانه راستون شوی و. دی وایي افغان دولت ورته په همغه کال د کډوالو په ښارګوټي کې د ځمکې اویز ورکړی و خو د نهو کالو په تېرېدو یې هم خپله نمره نه ده موندلې.

هغه وايي "نهه کاله کېږي چې مونږ راغلي یو، په چمتله کې یې مونږ ته د نمرې اویز راکړی و؛ خو تر اوسه یې ځای نه دی راکړی".

دغه سړی هره ورځ د لسګونو نورو په څېر د ننګرهار د کډوالو ادارې مخې ته په دې تمه ولاړ وي چې که د ورکې یا غصب شوې نمرې درک مالوم کړي.

نوموړی وايي د کورنۍ ټول غړي یې د خښتو په یوه بټۍ کې ګرو دي او که کور یې لرلای نو کوچنیان به یې ښوونځي ته تللي وای.

نوموړی زیاتوي "هر کس به یې د باندې وویسته او کمېشن به یې ترې اخیسته بیا به یې نمره ورحواله کوله، مګر مونږ ورته وویل چې دا مو حق دی ولې یې نه راکوي، بس تر اوسه ځو راځو او ځمکه نه راکوي".

ننګرهار کې د کډوالو لپاره په دوو ښارګوټو، چمتله او شیخ مصري کې نمرې ویشل شوي، خو ډېرې یې داسې دي چې زورواکو غصب کړي او حکومت یې تر اوسه پوښتنه نه ده کړې.

د کډوالو رییس غلام حیدر فقیرزی وايي،د خانکي په نوم یې د یو بل نوي ښارګوټي چارې پیل کړي دي، خو هغه هم د کډوالو نه بس کیږي.

هغه وايي "خلک ډېر دي او ځمکې کمې دي، په خانکي ښارګوټي کې هم درې زره نُمرې دي هیڅ بسنه نه کوي. دا نُمرې د یوې میاشتې د راستنو شویو کډوالو هم نه کېږي".

فقیرزی مني چې په چمتله او شیخ مصري کې ډېرې ځمکې زورواکو لاندې کړي، خو دوی یې د ازادولو هڅې کوي او دا نه مني چې دولتي مامورینو دې د ځمکو په ویش کې ټګي برګي کړي وي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي د بیرته راستنیدونکو د کورونو د ستونزې د حل کولو هڅې کوي. هغه زیاتوي "مونږ د کډوالو د سرپنا د ستونزې د حل لپاره قوي پلان لرو او ښارګوټي ورته جوړوو".

په ننګرهار کې بېرته راستنېدونکې کډوال وایي چې د نُمرو د ترلاسه د ستونزې تر څنگ دوی د کرایي کورونو موندل هم اسانه کار دی.

XS
SM
MD
LG