د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وایي د سرکونو د ساتلو چاره یې موندلې


افغان چارواکي وایي د سرکونو د ساتلو چاره یې موندلې

افغان چارواکي وایي د سرکونو د ساتلو چاره یې موندلې

په افغانستان کې چارواکي وايي د سرکونو د یو عمده لامل هغه لارۍ موټر دي چې له اندازې زیات بار پر دغو سرکونو باندې لیږدوي.

د ترانسپورت وزارت وایي ، اوس یې ددې لپاره قانون جوړ کړی او که چیرې موټر چلوونکي ورڅخه سرغړونه وکړي دوی به د قانون پر اساس سزا ورکوي.

د دغو موټرو د کنټرول په موخه د افغانستان د فواید عامې، ترانسپورت، سوداګرﺉ او مالیې وزارتونو او د کابل ښار د ترافیکو د ریاست چارواکو په یوه ګډه غونډه کې دا پریکړه وکړه چې د لوړ تناژ لرونکو موټرو د تګ راتګ په وړاندې د ښاري سړکونو او لویو لارو د ساتنې لپاره به ددې موټرو بار کنترولیږي او هیڅ یوه ته به له ټاکل شوې اندارې نه د د زیات بار د انتقالولو اجازه نه ورکول کیږي.

ددې پریکړې پر اساس به د درندو بارونو لیږدونکي ډرایوران په لومړي سر کې خپلې سر غړونې ته متوجه کړای شي او د دوهم ځلي تخلف لپاره به یې اضافه بار له موټره وویستل شي.

که څه هم پر سرکونو د درانه تناژ لرونکو موټرو تګ راتګ د کلونو په اوږدو کې روان وو خو دا مهال د جګړو له امله لارې ورانې ویجاړې دي او له بلې خوا ددې لارو بیا رغاونه هم چندانې اساسي او پخه نده شوې نو له دې امله افغان چارواکي وايي پر دغو کاواکه لارو باندې د درندو موټرو ګرځول راګرځول دغو سړکونو او لویو لارو ته د افغانستان د اقتصادي بنسټونو په توګه ډیر زیان وراړوي.

سره له دې چې ځینې چارواکي ادعا لري چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې یې د هیواد لویې لارې او د ځینو ولایتونو سړکونه رغولي دي او اوس مها پر لارو کنډې کپری نه لیدل کیږي.

دوی وایي دا مهال یې د سالنګ د لویې لارې بیا رغاول بشپړ کړي دي.

دا مهال په افغانستان کې ۱۸۱ داسې سیمې دې چې د ژمې په موسم کې یې لارې د خرابی له امله د خلکو پر مخ تړل کیږي.

ددې ستونزو د حلولو په موخه د افغانستان د فواید عامې وزیر د ځینو نویو لارو چارو د را مخته کولو خبره کوي د فواید عامې وزیر وایي په ځینو سیمو کې د لارو په خلاص ساتلو او رغاولو کې د خلکو مرسته هم تر لاسه کوي.

دوی خصوصي سکتور ته هم دا لار شونې کړي چې په موټرو دې درانده او اضافه بار نه لیږدوي.

د فواید عامې وزیر وایي دا مهال د هیواد په بنادرو او مهمو سیمو کې د لوړ تناژ د کنترول لپاره

۲۱ تلې ایښي دي چې پر موټرو به اضافي بارونه نه پریږدي.

نن سبا په افغانستان کې ۶۵۰۰ کیلو متره سړک رغول شوی دی چې د خلکو په وینا د بیا رغاولو وروسته هم پکې زیاتې کنډې کپری لیدل کیږي او موټرو ته یې پراخې ستونزې را منځته کړي دي.

XS
SM
MD
LG