د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې د چت په راپریوتو کې ٦٠ زده کوونکي وژل شوي


ننگرهار کې د چت په راپریوتو کې ٦٠ زده کوونکي وژل شوي

ننگرهار کې د چت په راپریوتو کې ٦٠ زده کوونکي وژل شوي

د يو ښوونځي نږدې شپېته تنه ماشومان زده کوونکي دننګرهارپه ولايت کې دچت دراپرېوتوله امله وژل شوي اوزخميان شوي دي .

ديوښوونځي نږدې شپېته تنه ماشومان زده کوونکي دننګرهارولايت دسره رودولسوالۍ دچمتلې په سيمه کې دټولګي دچت دراپرېوتوله امله وژل شوي اوزخميان شوي دي .

دغه ماشومان چې زياتره يې دلومړيو دوه يمو اودرېيموټولګيوزده کوونکي وودکورنيوغړيويې په ژړغونې غږ ويل پردوي دټولګي چت راپرېوتى دى دوي پرهغو موسسوچې ددغه ښوونځي وداني يې جوړه کړې ده.

ددې پېښې عاملين وبلل.

دوی ويل په دې پېښه کې شاوخوا پنځوس تنه زخميان شوي اوشپږتنه وژل شوي دي ددغه ولايت دپوهنې رياست وياند محمداصف شينوارى هم دا وايي چې په دې پیښه کې پنځوس تنه زخميان شوي او شپږ تنه وژل شوي دي.

دى ددغې پیښې عامل د ټولګي چت راپرېوتل بولي او وايي دغه وداني په اساسي ډول نه وه جوړه شوې ځکه دغه چت راپرېوت دى هم په دې پېښه کې ددغې ودانۍ جوړونکي شرکت ګرم بولي.

ددغه ولايت دعامې روغتيا مرستيال ډاکتر بازمحمد شېرزاد بيا وايي چې له دې پېښې نه د دوی روغتون ته يوولس تنه زخميان او څلور تنه مړه ماشومان رسول شوي دي چې دده په وينا د زخميانو روغتيايي وضعه دا مهال د ډاډ وړ بریښي.

دا لومړى ځل دى چې په يوښوونځي کې دچت دراپرېوتوله امله په دومره شمېر ماشومان زده کوونکي زخميان اووژل کېږي.

د سيمې زيات شمیر خلکوتردغې پېښې وړاندې هم د ښوونځيو د ودانيو پر کيفيت انتقاد کاوه او ويل يې دغه ودانۍ زياتره بې کيفيته جوړې شوې دي چې هره شېبه يې دراغورځېدو خطر ليدل کېږي.

دوی اوس هم د ښوونځيو ودانيو کيفيت ته اندېښمن دي خو دا چې ولې د ښوونځيو د ودانيو کيفيت ته د پوهنې رياست پام نه دى کړى.

له بل پلوه ولسي جرګې ته کانديد او د ننګرهار ولايت دولايتي شوراپخواني مرستيال مولوي عبدالعزيز پرموټر چاودنه شوې ده. نوموړى او ورسره درې تنه نورملګري يې زخميان شوي اويوتن يې وژل شوى دى .ددغه ولايت وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې دغه چاودنه نن سهارمهال رامنځته شوېده .ددغې پېښې تررامنځته کېدووړاندې هم په دغه ولايت کې دکوچيانو پريوکانديد چاودنه شوې چې څه ناڅه مرګ ژوبله يې لرله خو

دغه پېښه پرداسې مهال رامنځته شوه چې نن دولسي جرګې دکانديدانو درسمي کمپاين پرانسته وشوه .

XS
SM
MD
LG