د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو 'قاتله' وايي ژوند یې په خطر کې دی


د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد ایوب سالنگي د ریزه گلې د زړورتیا د ستاینې په وخت.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد ایوب سالنگي د ریزه گلې د زړورتیا د ستاینې په وخت.

د امریکا غږ خبریاله بهارت صابر وایي په کابل ښار کې د ریزه ګلې لیدو ته ورغلم. رېزه ګله هغه مېرمن ده چې، د رپوټونو او ادعاو له مخې یې په فراه ولایت کې د طالبانو د برید او د کورنۍ د غړو د وژلو په غبرگون کې د یوې جګړې پر مهال ۲۵ وسله وال طالبان و وژل.

د فراه ولایت چارواکي وايي طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې باندې په برید کې د ریزه ګلې زوی هم وواژه چې هغې بیا د خبلې نږور په مرسته د خپل میړه په ملاتړ جګړې ته ور ودانګل.

ریزه ګله په پښتو ژبه نشي ږغیدی او وايي د زوی له مرګ نه وروسته یې ذهني توازن هم خراب شوی دی.

هغې له طالبانو سره د خپلې جګړې پهاړه وویل "سهار پنځه بجې جګړه پیل شوه او د ماښام تر اوو بجو پورې روانه وه. ۱۱بجې مې زوی شهید شو، هغه چې شهید شو نو ما وسله را واخیسته او پاس بام ته وختم د خپل خاوند سره مې مرسته وکړه چې ۲۵ طالبان ووژل شول او ډیر نور یې ټپیان شول. زه نو په خپل ځان پوه نشوم کله چې مې زوی شهید شو نو زما په بدن لړزه خپره شوه. "

ریزه ګله اوس د طالبانو له وېرې د خپلې کورنۍ له ځینو نورو غړو سره یو ځای کابل ته راغلې او دلته ژوند کوي. خو ادعا لري چې ژوند یې خراب او حکومت ورته پام نه کوي.

ریزه ګله له حکومت څخه غواړي چې د سر پنا غم یې وخوري "زه غواړم چی ماته یوه سر پناه راکړل شي، زما کورنۍ بې سرنوشته شوه. کور مې وسوځېد اولادونه می در په دره شول نو ماته دې یو کور راکړل شي خو چې په من ځای کې وي."

سره له دې چې ریزه ګلې او د کورنۍ ځینو نورو غړو یې د حکومت له نه پاملرنې شکایت کاوه، خو د امریکا غږ خبریاله وایي هغه څه چې دې ولیدل د دوی له خبرو سره یې ډېر توپير درلود.

د ریزه ګلي کورنۍ دا مهال د کابل ښار په یو ښکلي او خورا سمبال ځای کې ژوند کوي چې ویل کیږي حکومت ورکړی دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د دغې کورنۍ ستونزو ته هم رسیدګي شوې ده.

ښاغلي صدیقي وویل "د کورنیو چارو وزارت خپل ټول مسولیتونه تر سره کړي، حکومت د مېرمن ریزه ګلې لپاره ډېر پام کړی د هغه قهرماني اوس ټول افغانان پیژني. زموږ ټول امکانات ورته برابر شوي، اوس په کابل کې زموږ میلمانه دي او د سر پناه لپاره هم موږ جمهوري ریاست ته وړاندیز کړی، ورته به پاملرنه وشي. "

ښاغلی صدیقي وايي د کورنیو چارو وزارت له طالبانو سره د هغې له جګړې وروسته د هغه مېړه ته هم یوه رتبه ترفیع ورکړې ده.

ریزه ګله، له طالبانو سره د شوې جګړې له رپوټونو وروسته، د فراه مرکز ته ولېږدول شوه خو وروسته بیا کابل ته راوستل شوه. هغې ته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د میوندۍ ملالې مډال هم ډالۍ کړ.

د ریزه ګل داستان، پر رسنیو سربېره، د افغانستان دننه او بهر په افغاني ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخ ډول یاد او وستایل شو.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG