د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ د ولایتي شورا مخکنی مشر وژل شوی دی


تراوسه لا د دغې پېښې انګیزه معلومه نه ده او نه یې هم چا مسولیت اخیستی دی
تراوسه لا د دغې پېښې انګیزه معلومه نه ده او نه یې هم چا مسولیت اخیستی دی

دکونړ دولایتي شورا مخکینی رییس حاجي میا حسن عادل دننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې وژل شوی او سر یې له تنې جدا شوی دی .

دښېوې ولسوال شېرشاه حسني امریکا غږ ته وویل،چې دښېوې ولسوالۍ اړوند د ګمبیري په اخیري یوه ځنګلزاره سیمه کې یې دمیاه حسن عادل سر موندلی او تنه یې لا هم لا درکه ده .

نوموړی وايي،چې دهغې دوژنې لامل او دا ،چې میاه حسن دغې سیمې ته په څه پسې تلی و تر اوسه نه دي کره شوي .

دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزی بیا دولایتي شورا ددغه پخواني رییس یواځې وژل کېده تاییدوي.

حاجي میاه حسن عادل یوه جهادي قوماندان او په سیمه کې دجرګو مرکو سړی شمېرل کېده .

تر اوسه ددغه وژنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی ،خو چارواکي وايي،چې دعاملینو پسې یې لټه روانه ده .

XS
SM
MD
LG