د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغان قواوو بشپړیدو ته یو کال پکار دی'


په افغانستان کی د ناتو د قواوو د روزنیزو فعالیتونو مشر پرون وویل چی حد اقل یو بل کال هم پکار دی چی د ایتلاف قواووې وکولای شی په کافی اندازه افغان عسکر او پولیس جذب او تربیه کړی چی وکولای شی د ملک امنیت ونیسي.

ډگر جنرال بیل کالدویل وویل توقع نه کیږی چی افغان پوځونه دی وکولی شی د خپل ملک د امنیت مسؤلیت د ٢٠١١ م کال د اکتوبر د میاشتی ترمخه یعنی درې میاشتی وروسته له هغه چی د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د امریکایی قواوو د وتلو نیټه ټاکلی، په غاړه واخلی.

بل خوا، په کابل کی پوځی چارواکی وایی چی نن د ناتو یو عسکر د افغانستان په جنوب کی په یوی حملی کی ووژل شو.

د آیساف قواوو همدا شان نن وویل چی افغان او د ناتو قواوو په دی وروستیو ورځو کی څلویښت طالبان د افغانستان په ختیځ کی وژلي دي.

د یاغیانو پرخلاف دا عملیات په راتلونکې میاشت کې د پارلماني انتخاباتو لپاره د امنیت د ټینگولو یوه برخه ده.

بل پلو د پکتیکا د ولایت د زرغون ښار په ولسوالۍ کی اوه تنه ملکی کسان په یوه چاودنه کې زخمي شول.

چارواکي وایي چې دغه چاودنه په داسې حال کی وشوه چی چاودیدونکي مواد د پولیسو د قوماندان د وژلو لپاره یوې سلمانی خانی ته نژدی په یوه ټیر کې ځای په ځای شوي وو.

د ایگزامینر ورځپاڼه چې له واشنگټن نه خپرېږی ، د افغانستان د جگړی په باب یې له ارترو مونزو سره د جنرال پېټېرېېس او په افغانستان کې دهغه د ستراتېژی په باب مرکه کړېده. آرتورو مونزو د رانډ په تحقیقاتي اداره کې د سېاسی علومو ماهر او غړی دی. هغه د ترهگری ضد او مخدره موادو ضد عملېاتو او په افغانستان کې زښت ډېروخت په افغانستان کې تېرکړېدی.

له اروتورو مونزو نه پوښتنه وشوه چې ستاسی ، په نظر به جنرال ډېوېډ پېټرېېس په افغانستان کې د جگړی اصول او مقررات بدل کاندی که نه ؛ ځکه ځېنی نظامېان وايی چی پخوانېو اصولو دامرېکا اوناټو عسکر له خطر سره مخ کړيدي او په جگړه کې ېې دهغو اقدامات محدود کړېدي.

ارتورو مونزو وايی چی دی داسی فکر نه کوي چې جنرال پېټرېېس به د جگړی نوي اصول او مقرراتو کې بدلون راولي. ځکه دا به ېو غټ قدم په شاتگ وي. هغه مهم شکاېت چې د افغان حکومت او دامرېکا او ناټو دقواو ترمنځ موجود و هغه په جگړه کې دملکېانو د تلفاتو په اړه و. د پخواني قوماندان جنرال ستانلی مکرېستل نوېو هداېاتو پر بنا د د افغان ملکېانوپه تلفاتو کې ، دامرېکا او ناټو په عملېاتوکې، دېادونی وړکمښت راغلی دی. او داښه خبردی. کېدلی شی داخبره رېښتېاوي چې د جگړی هغه اصول اومقررات چې د ملکېان دژوند دخوندی ساتلو او تلفاتو دکمولو په برخه کې موثرد ی هغه ښايي عسکرو ته خطر پېښ کاندی. خو داهغه خطر دی چې د جنرال پېټرېېس د ترهگری ضد په لاېحه کې په تفصېل ذکر شوېدی.

آېا جنرال پېټرېېس به په دې غور وکړی چې د د جنرال مکرېستل د بغاوت ضد پالېسی نه د ترهگری ضد پالېسی ته خپله توجه زېاته کړی ؟

آرتورو مونزو په ځواب کې ووېل چې د ترهگری ضد پالېسۍ موږ په افغانستان کې په ٢٠٠٩ مېلادی کال کې ټېټی نقطی ته راورسولو په دې ترڅ کې طالبانو بېا زور واخېست او خپل کنترول ېې په کلېوالی او له ښارونو نه لېری سېمو کې پراخه کړ. نن په افغانستان کې مهمه مسله داده چې د بغاوت خلاف مبارزه وشی نه دترهگری خلاف. ترهگری ېو تاکتېک دی چې طالبان ترېنه گټه اخلی. خو هغه به په دوی باندی ېوازې د ترهگرانو دېوې ډلی نوم اطلاق کړی. دابه ېوه بنېادي اشتباه وي.

XS
SM
MD
LG