د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې زراعتي پرمختګ شوی خو د امنیت پرمختګ ناڅرګند دی


افغانستان کې زراعتي پرمختګ شوی خو د امنیت پرمختګ ناڅرګند دی

افغانستان کې زراعتي پرمختګ شوی خو د امنیت پرمختګ ناڅرګند دی

په داسې حال کې چې په کابل کې تقریبا دوه زره افغان مشران او سیاست پوهان ددې لپاره راغونډ شوي چې د طالبانو سره د روغې جوړې او امریکا سره د افغانستان د راتلونکو اړیکو په هکله سلا او مشوره ورکړي، په واشنګټن کې د خارجي چارو کارپوهان او څېړونکي په دې عقېده دي چې په افغانستان کې سوله او ارامي د آبادﺉ پورې، په خاصه توګه، د زراعت او کرهڼې د پراختېا پورې تړلې ده.

ملګري ملتونه وايي چې په ١٣٨٠ هجري شمسي په افغانستان باندې د امریکا تر نظامي مشرۍ لاندې د یرغل نه وروسته سږکال په افغانستان کې جنګ او تشدد د حد نه زیات شوی دی.

خو په داسې حال کې چې په کابل کې قومي، دیني او سیاسي مشران لګیا دي د جنګ د پای ته رسولو او روغې جوړې په خاطر سره جرګه کیږي او تر ټولو ښې لارې د لټولو تکل یې کړی، د افغانستان د کرهڼې وزیر اصف رحیمي وايي ټوپک نه بلکه شنه فصلونه او زراعت به زمونږ د جنګ ځپلي هېواد د راتلونکې سرنوشت په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي:

"په افغانستان کې د اوږدې مودې ثابت او هوساېې دزراعت او مالدارۍ د سکټورونو د فعالولو او پراختېا نه په غېر امکان نه لري بدبختانه چې فعلا په نسبي ډول ملک کې د نورو سکټورونو په مقاېسه د زراعت په سکټو رکې ډېره لږه سرمایه ګذاري شوې ده".

که څه هم چې تراوسه پورې په افغانستان کې د خارجي سرمایه ګذارﺉ او پانګې په اړه دقیق ارقام په لاس نه شته خو ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ١٣٨٨ هجري شمسي کال نه تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۸۵ میلونه ډالر د کرهڼې په پراختیا باندې لګول شوي دي.

خو د امریکې د CATO په موسسه کې د خارجي سیاست کارپوه میرمن مالو انوسېنټ وايي ګومان نه کوم چې په کرهڼه او مالدارﺉ باندې به د زیاتو پیسو خرڅ کول ډېره مثبته اغېزه ولري، پېسې خو خرڅ کیږي مګر په پیسو سربېره، ځینې نورې مهمې مسلې دي چې خورا زیات اهمیت لري. په بنیادي ډول تر ټولو مهمه خبره د اهلیت او کفایت مسله ده. کومې پیسې چې تر اوسه پورې ورکول شوي څنګه یې مصرفوي؟

میرمن انوسېنټ وايي چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې د زیاتې رشوت خورﺉ، بې کفایتۍ او اداري ګډوډﺉ له امله د رغونې او آبادﺉ چارې په سمه نه دي روانې چې په نتیجه کې یې بې امنیتي رامنځ ته کړې ده.

د افغانستان د زراعت وزیر محمد اصف رحیمي په دې باور دی چې د کرهڼې په برخه کې په کافي اندازه پرمختګ شوی او زر به افغانستان وکولې شي دومره زراعتي پیداوار ولري چې خپل ولس پرې موړ کړي او هم یې خارج ته صادر کړي.

نوموړی د امریکا او افغانستان تر منځ د راتلونکو اړیکو د نوعیت په اړه وایي:

"زه په خپله پدې فکر یم چې د اوږدې مودې راتلونکې اړیکې باید په ابادﺉ او بهترې حکومت دارﺉ باندې متمرکزې وي او یوازې پوځي اړخ باید پکې مد نظر ونه نیول شي. او البته دا ددې خبرې یوه ښه نښه ده چې په کراره کراره د سولې او ثبات په لورې ګامونه اخېستل کیږي".

خو بیا هم د زراعت په سکتور کې د نسبي پرمختګ باوجود اوس هم افغانستان کې د خوراکي موادو وضع ښه نده چې یو لوی علت یې د کوکنارو کر او د تاریاکو تولید دی، چې خلک یې د پیسو لپاره کوي.

د ملګرو ملتونو یو راپور وايي چې د خاشخاشو کر د تیرو دوو کلونو په موده کې د حد نه لوړ شوی او لوی علت یې په ملک کې بې امنیتي ده. د افغانستان حکومت او خارجیانو په شریکه سره ډیر کوښښونه وکړل چې ختم یې کړي مګر څه نتیجه یې ور نکړه.

XS
SM
MD
LG