د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په غورک د وسله والو بريد په شا تمبول شوی


غورک د کندهار په شمال لویدیځ کې له ارزګان او هلمند ولایتونو سره پر ګډه پوله پرته ولسوالي ده
غورک د کندهار په شمال لویدیځ کې له ارزګان او هلمند ولایتونو سره پر ګډه پوله پرته ولسوالي ده

افغان امنیتي چارواکي وایي چې د کندهار ولایت د غورک په ولسوالۍ یې د مخالفو وسله والو یو ډله ییز برید چې سلګونو وسله والو په کې برخه لرله په شا تمبولی دی.

د افغانستان په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داودشاه وفادار امریکا غږ ته وویل چې د کندهار د غورک په ولسوالۍ باندې د مخالفو وسله والو جګړه تر تیر ماخستن پورې دوام درلود چې په ترڅ کې یې د مخالفو وسله والو د دوه سیمه ییزو قوماندانانو مولوي رحماني او مولوي حمدالله په ګډون دولس وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

جنرال وفادار وویل چې سلګونو مخالفو وسله والو تیره ورځ سهار په څلورو بجو د کندهار د غورک د ولسوالۍ د نیولو لپاره په دغه ولسوالۍ عملیات پیل کړل چې د شپې تر ناوخته یې دوام وموند.

دی زیاتوي چي پدې عملیاتو کي تر ډیره پورې د افغان ځواکونو هوايي قواو برخه لرله چې په ترڅ کې يې د وسله والو برید کوونکو ۸ عرادې وسایط او ګڼ شمیر درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي .

جنرال وفادار وایي چې دغه راز پدې نښته کې ۴ تنه افغان امنيتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.

خو د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وایي چې لا هم په دغه ولسوالۍ کې جګړه روانه ده. هغه وایي چې ۲۵ مخالف وسله وال وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د بلې خوا د غورک ولسوال جمعه خان امریکا غږ ته ویلي چې د مخالفو وسله والو له خوا تیره شپه یو توغول شوی توغندی په یو کور پریوتی دي چې له امله یې د یوې کورنۍ درې غړي جې پلار زوی او نیکه په کې شامل دي وژل شوي دي.

غورک د کندهار په شمال لویدیځ کې له ارزګان او هلمند ولایتونو سره پر ګډه پوله پرته ولسوالي ده چې غرنۍ او پیچلې لارې يې د درې واړو ولایتونو ترمنځ د وسله والو مخالفینو د تګ راتګ لپاره ډیرې مهمې بلل کیږي .

تر دې مخکې مخالفو وسله والو د کندهار په ښورابک او میانشین ولسوالیو کي د افغان امنیتي ځواکونو په مرکزونو هم د تیرې یوې اونۍ راهیسې بریدونه پیل کړي دي خو تراوسه مخالفو وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو څخه کوم ځای نه دی نیولی.

مخالفو وسله والو د غورک په ولسوالۍ د تازه بریدونو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG