د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نژدې ٦٠٪ خاوره له امنیتي گواښ سره مخ ده


د ولسي جرګې غړی حاجي سخي مشواڼی وایي "ګناه په چا کې ده رئیس د پولیسو په خپلو قوماندانو باندې غور نه کوي، وزیر داخله یې پرې نه کوي، وزیر د دفاع نشته او لوی درستیز یې نه کوي، چا ته یې ووایو".
د ولسي جرګې غړی حاجي سخي مشواڼی وایي "ګناه په چا کې ده رئیس د پولیسو په خپلو قوماندانو باندې غور نه کوي، وزیر داخله یې پرې نه کوي، وزیر د دفاع نشته او لوی درستیز یې نه کوي، چا ته یې ووایو".

د ولسي جرگې استجوابیه غونډې ته افغان امنیتي چارواکو په ډاګه کړه چې د افغانستان ۱۱ ولایتونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي او دوی په یو وخت کې په بیلابیلو ولایتونو کې د ترهګرو په وړاندې د عملیاتو د ترسره کولو ظرفیت نه لري.

د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي کمیسیونونو غونډې ته د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس رحمت الله نبیل، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي او د ملی دفاع وزارت سپرست شیر محمد کریمي وربلل شوي وو، چې په پیل کې امنیتي چارواکو وکیلانو ته په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو په اړه معلومات ورکړل.

غونډې ته، چې د بحث موضوع یې تر ډيره د بدخشان ولایت په جُرم ولسوالۍ کې د ملي اردو تلفاتو ته ځانګړې شوې وه، د کورنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان ۱۱ ولایتونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه "د بدخشان وضع تل ښه وه، دا ولایت زموږ په هغو سیمو کې شامل دی چې ډیر ټيټ امنیتي ګواښ یې درلود، موږ سیمې په درې برخو بیلې کړي دي، یولس ولایتونه مو له لوړ ګواښ سره مخ دي، نهه ولایتونه مو له منځني ګواښ سره مخ دي او پاتې ولایتونه نورمال دي".

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو لخوا د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې دا جوته شوې، چې اکثره مخالفین بهرنیان دي او په وروستیو ناامنیو کې هم دوی لاس لري.

په همدې توګه د دفاع وزارت سرپرست شیر محمد کریمي وکیلانو ته وویل، د افغانستان په شمال کې د ملي اردو قوتونه کم دي او زیاته یې کړه، هغوی دومره ظرفیت نه لري چې په یو وخت کې په څوو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي.

هغه وویل "دومره قوت چې موږ په هلمند کې استعمال کړ، موږ فغلاً په شمال کې نه لرو، چې مستقل هم فاریاب کې عملیات وکړو، هم یې په کندوز کې وکړو او هم په بدخشان کې وکړو، موږ پلان جوړ کړی، چې په نوبت سره له نورو ځایونو قوتونه راواخلو او هلته یې استعمال کړو".

د امنیتي چارواکو له معلوماتو او څرګندونو څخه وروسته، دغه چارواکي د ولسي جرګې د یو شمیر غړو له سختو پوښتنو سره مخ شول.

وکیلانو په افغانستان کې د خراب امنیتي حالت په ځانګړي ډول د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د وروستیو ناامنیو په اړه اندیښنې څرګندې کړې او د امنیت په ټینګولو کې یې د حکومت پر پاتې راتلو کلکې نیوکې وکړې.

د ولسي جرګې غړې وږمې صافۍ وویل "تر کوم دمه منتظر یاستې چې هوايي ځواکونه خدايي جوړیږي، له هوا نه دیسانت کیږي، ولې نړیوال د هوايي ځواکونو د فعالولو لپاره زموږ حکومت ته صلاحیت او واک نه ورکوي، کومه ویره او تشویش ورسره دی، ځکه دا ټولې ناښوالې زموږ د هوايي ځواکونو نه شتون دی".

دغه راز، د ولسي جرګې بل غړي حاجي سخي مشواڼي وویل "ګناه په چا کې ده رئیس د پولیسو په خپلو قوماندانو باندې غور نه کوي، وزیر داخله یې پرې نه کوي، وزیر د دفاع نشته او لوی درستیز یې نه کوي، چا ته یې ووایو".

خو بلخوا د پوځي چارو یو شمیر افغان شنونکي بیا د وروستیو ناامنیو لامل په امنیتي ارګانونو کې د ګوندي، قومي او سیاسي ملحظواتو پر بنسټ د اشخاصو ګومارنه په ګوته کوي.

د پوځي چارو شنونکی حی ګل سلیمانخیل وویل "آيا تا په جهان کې لیدلي دي چې وزیر دفاع دې رئیس جمهور تعینوي، لوی درستیز دې رئیس اجرائیه تعینوي، په نظامي قانون کې وزیر دفاع رئیس جمهور پېشنهادوی، لوی درستیز وزیر پېشنهادوي او د قول اردو قوماندانان بیا لوی درستیز پیشنهادوي، په داسې حال کې چې دا په سیاسي بخشو تقسیم شوی وي دا ناممکنه ده چې سوق او اداره درسته شي".

د پوځي او امنیتي چارو شنونکي په دې باور دي، تر هغې چې پولیس او پوځ پر ملي روحیې سمبال نه شي په افغانستان کې به ناامني همداسې دوام پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG