د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا د اومنې په ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې


د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ د دغه ولایت د مرکز ښرنې څخه شپږ کیلومټره لرې لویدیځ لورته پرته ده.
د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ د دغه ولایت د مرکز ښرنې څخه شپږ کیلومټره لرې لویدیځ لورته پرته ده.

وسله والو طالبانو ادعاء کړې ده، چې د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ یې نن سهار له افغان امنیتي ځواکونوڅخه نیولې، خو بل لورته د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي، چې دغې ولسوالۍ لا هم د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

طالبانو ویلي چې د عمري عملیاتو په لړ کې یې د پکتیکا اومنه ولسوالۍ له شپږو پوستو سره نیولې او د ولسوالۍ له مرکز د افغان حکومت مسولین او امنیتي ځواکونه وتي دي.

خو د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخیل امریکا غږ ته وویل چې د اومنې ولسوالۍ سقوط ندی کړی او په کلکه ددې ولسوالۍ د سقوط ادعاء چې طالبان یې کوي ردوي.

نبي الله پیرخیل وویل یوازې د اومنې په ولسوالۍ کې له یوې پوستې امنیتي ځواکونه پخ شا شوي دي.

هغه د دغې پوستې څخه د ځواکونو په شاتک یو لامل په ګڼه میشته ملکي سیمه کې د دغې پوستې موجودیت وباله.

ښاغلي پيرخیل وویل "که هرڅوک غواړي چې اومنې ولسوالۍ ته لاړ شي مونږ یې بیایو، هلته د حکومت ولکه ده، د سقوط خبره په کلکه ردوو، فقط یوه پوسته وه، په هغې باندې حملې کېدې، دا چې دا پوسته په ملکي ځای کې وه، مونږ ترې شاتګ کړی، تازه دمي سرتیري ور رسېدلي او ډېر ژر به دا پوسته بیرته ونیول شي".

ښاغلی پیرخیل وايي، چې دا پوسته د ولسوالۍ له مرکز لرې پرته وه، خو طالبان بیا وايي چې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او نور دولتي تاسیسات یې هم نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږلي بیان کې ویلي، چې پولیسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو د پکتیکا د والي ویاند دا نه مني او وايي، چې په جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله او ښتې او په احتمال یې چې ښايي د طالبانو مشهور قومندان به هم پکې وژل شوی وي.

د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ د یوسف خیلو او یحیی خیلو ولسوالیو سره نښتې او د پکتیکا د مرکز ښرنې نه شپږ کیلومټره لرې لویدیځ لورته پرته ده.

XS
SM
MD
LG