د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: شپنیو عملیاتو هلمند کې د مخالفینو ملا ماته کړې


امنیتي چارواکي وایي چې په هلمند کې به د خپلو مخالفو وسله والو پر وړاندې د روانو عملیاتو لړۍ نورو ناامنو سیمو ته هم وغځوي.
امنیتي چارواکي وایي چې په هلمند کې به د خپلو مخالفو وسله والو پر وړاندې د روانو عملیاتو لړۍ نورو ناامنو سیمو ته هم وغځوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال محمد معین فقیري د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چي د افغان ځانګړو ځواکونو شپني عملیات په دې برخه کې ډېر موثر وو.

هغه زیاته کړه " بهرنیو ځواکونو هم له مونږ سره د مارجې، سنګین، ګرشک او خانشین په ګډون په ځینو نورو ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د پام وړ هوايي مرسته کړې."

د میوند قول اردو قوماندان وايي چي په تېرو دوو میاشتو کې د دولت وسله والو مخالفینو غوښتل چې په لویو بریدونو سره هلمند ته سقوط ور کړي او د حکومتي ادارو د مدیریت لپاره يې خپل کسان ګمارلي هم وو.

هغه وايي پر دښمن یې ځانګړي عملیات پيل کړي او زیاتوي چې څه باندې دوه میاشتې مخکې د طالبانو رهبري په خانشین کې وه، "خو نه یوازي دا چي هغوی خپل هدف ته ونه رسېدل، بلکي موږ يې ملا ماته کړې".

په هلمند کې د افغان ځواکونو قوماندان زیاتوي چي د هلمند د امنیتي حالاتو د سمون لپاره يې داسې نوي او تازه پلانونه له نورو امنیتي ارګانونو سره جوړ کړي دي چې ډېر ژر به يې په ترځ کې پدې ولایت کې مثبت بدلون راشي.

دی زیاتوي چي د نویو عملیاتو په ترځ کې به لمړی هغه لرې پرتې سیمې پاکوي، چې د دولت وسله وال مخالفین پکښې روزنیز مرکزونه او پټنځایونه لري.

اوس مهال د هلمند څلور ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې دي. د موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ یې په وروستیو میاشتو کې نیولي؛ خو د بغران او دیشو ولسوالۍ د نږدې دولسو کلونو راهیسې د هغوی په لاس کې دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG