د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د جګړې پر لیکو د ملامنصور د مړینې اغیز


د افغان امنیتي ادارو دغو چارواکو خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونه د پخوا په څیر په وسله والو مخالفانو خپل فشار ته دوام ورکوي.
د افغان امنیتي ادارو دغو چارواکو خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونه د پخوا په څیر په وسله والو مخالفانو خپل فشار ته دوام ورکوي.

د افغانستان ملي امنیت شورا، د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزاتونو ویاندویانو په یوه خوله نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژنې د حکومت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د ګډوډۍ سبب شوي او د پخوا پرتله د وسله والو مخالفانو په پوځي فعالیتونو کې کمی راغلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنگ خبریالانو ته وویل چې د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې د افغانستان په دننه کې د طالبانو لیکې کمزوري شوي دي.

ښاغلي غورځنګ وویل "زمونږ معلومات داښيي چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو پورې د مربوطو وسله والو روحیه کمزورې شوې او د هغوی په مشرتابه کې بدلون دا کمزوري لا زیاته کړې ده

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل چې افغان ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې پوځي فشار همغسې ساتلی دی.

جنرال وزیري وویل چې د ملا اختر منصور د وژنې راهیسې په تېرو پنځو ورځو کې یوازې افغان پوځ په ټول افغانستان کې د خپلو مخالفانو پر خلاف ۳۷۴ هوايي بردیونه تر سره کړي دي.

جنرال وزیري وویل " که دا مونږ حساب کړو په دې پنځه ورځو کې مونږ اواتیا د ساحوي قول اردوګانو عملیات درلودل په اولس ولایتونو کې او شپږ اویا مو د قوماندو قطعاتو عملیات درلودل د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې او همداشان مو درې سوه څلور اتیا هوایي بریدونه درلودل په سراسر د افغانستان کې " .

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه لا هم د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې دي.

خوهغه ادعا وکړه چې وسله وال مخالفان یې د جګړې د پرمختګ لپاره انګیزه نه لري.

خو طالبانو تیره ورځ په کابل کې د میدان وردک ولایت د استیناف د محکمې د کارکوونکو په یو فلاینګ کوچ موټر ځانمرکی برید ترسره کړ او یوولس تنه یې ووژل شاو څلور نوريې ټپیان کړل.

د طالبانو پخوانی مشر ملا اخترمحمد منصور د تیرې شنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د دالبندین په سیمه کې د یو بل تن سره چې د یو ټکسي ډرئیور ښودل شوی ووژل شو.

طالبانو د ملا اخترمحمد منصور وژل تائید کړي او مولوي هبت الله اخوندزاده یې د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG