د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وایي په پکتیا ولایت کې د وژل شویو کسانو په باب تحقیقات کوي


ناټو وایي په پکتیا ولایت کې د وژل شویو کسانو په باب تحقیقات کوي
ناټو وایي په پکتیا ولایت کې د وژل شویو کسانو په باب تحقیقات کوي

ناتو وایي چي د هغو آوازو په باب تحقیقات کوي چي وایي د افغان او ائتلافي قواو په ګډو عملیاتو کي چي نن د شنبې په ورځ یې وکړل، د یوې خصوصی امنیتي کمپنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د ائتلاف په یوه بیانیه کي ویل سوي دي چي دغه مرګانۍ ډزي هغه وخت وشوې چي ددوي عسکرو د پکتیا په ولایت کي د حقاني د ډلي یو مهم غړی په آرامۍ سره ونیو.

ناتو وویل چي کله چي ګډو قواوو په لوډ سپیکر کي د یوه موټر د سپرلیو نه وغوښتل چي را ښکته شي، نو په دې وخت کي یو سړی چي ماشیندار ورسره و هم را ښکته سو. ناتو وایي چي دوی دغه سړی دښمن وباله او ډزي یې پر وکړې.

ناتو دا هم ویلي دي چي وروسته څو وسله والو سړیو ددوی د قواو سره جګړه شروع کړه چي داوو تنو په وژلو ختمه سوه.

ناتو وایي چي اوس په دې باب تحقیقات کوي چي دا معلومه کړي چي دغه وژل شوي خلک څوک وو.

XS
SM
MD
LG