د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي


افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي
افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي

د وریښمو د چینجو د ساتلو کاروبار په افغانستان کې نوې خبرې نده. د ملک په ډیرو برخو کې دا صنعت په عنعنوي ډول له ډیر پخوا راهیسې موجود دی.

د بلخ د کرنې ریاست او یو شمیر غیرحکومتي موسسې اوس کوښښ کوي چې د وریښمو د چینجو صنعت پراختیا ومومي.

خیریه موسسې هغو کورنیو ته چې غواړي د وریښمو د چینجیو کاروبار پیل کړي، وړیا تخم ورکوي.

ددې لپاره په بلخ کې د کرنې په ریاست کې د وریښمو د چینجو ځانګړی مدیریت کار کوي چې د امریکا او جرمني خیریه ادارې ورسره مرسته کوي.

چارواکي په دې باور دي چې له دې سره د کورنیو اقتصاد ښه کیږي او بل دا چې وریښم قیمته دي نو دا د کوکنارو د کښت ښه بدیل ګڼل کیږي.

افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي
افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي

اوس مهال په مارکیټ کی یو کیلو خالص وریښم د یو ګرام سرو زرو برابر دي، او قیمت یې ۴۲ امریکايي ډالره دی. همدا سبب دی چې دغه کاروبار مخ په پراخېدو دی.

محمد انور د بلخ د ریښمو د چینجو مدیر وايي پروسږ کال یوازې ۴۰۰ کورنیو د وریښمو د چینجیو تخم واخیست خو سږ کال ۶ زره کورنیو ته دغه تخم ورکول کیږي.

دی وايي: ((سږ کال د بلخ ولایت په ټولو ولسوالیو کی ۲۰۰۰ جعبی د پیلی تخم د آیډیا نیو موسسی لخوا ویشل شوی))

په بلخ کې د کرنې ریاست چارواکي وايي په شپږو ولسوالیو کې د ایکوایشن یا د وریښمو د چینجو (پیلی) د تولید خونې لري. لس ورځی خوراک ورکول کیږي او وروسته ه بیا خلکو ته ویشل کیږي.

افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي
افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي

په هره یوه جعبه کی چی ۱۲ ګرامه وي ۲۱ زره د پیلي چینجي تری را ژوندي کیدای شي او د خپل عمر په موده کې چی شاوخوا ۴۰ ورځی دی ۲۵۲ کیلو ګرامه د توتو پاڼو ته اړتیا لري.

د وریښمو چینجی د توتانو پاڼې خوري. یوه جعبه دریو کورنیو ته ورکول کیږي.

د وریښمو د چینجیو د روزلو کار ډیر مشکل ندی او په اکثره سیمو کې ښځې دغه کاروبار پر مخ بیايي. د آیډیا نیو یا نوې مفکورې موسسه چې د بلخ د کرنې له ریاست سره په ګډه کار کوي، وايي چې په دې برخه کې یې د تیر کال راهیسې په سلګونو میرمنې روزلي دي.

د وریښمو د چینجیو پخوانی مدیر وايي، یو وخت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د وریښمو صنعت دود و چې د تیرو څو کلونو جګړو په ترڅ کې له منځه ولاړ.

افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي
افغانستان کې د وریښمو صنعت وده مومي

((کله به چی ما دلته د وریښمو د چینجي تخم ویشه داسې به پرې نوبت نه وو لکه د سینما ټکټ په ډیرو ستونزو به په لاس راته هغه مهال هر کال درې څلور زره جعبې تولیدیده))

دی هم په دې باور دی چې اوس تر بل هر وخت دې ته اړتیا ده چې په خلکو کې دغه صنعت تقویه شي او خلک ته د کوکنارو د کښت بل ښه بدیل پیدا شي.

د بلخ ولایت چې د کوکنارو د کښت پراخ بستر وو، چارواکي یې وايي د وریښمو د چینجیو د صنعت برکت دی چې د کوکنارو د کښت کچه پکې ډیره زیاته راکمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG