د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د واورې پړانګان موندل شوي


افغانستان کې د واورې پړانګان موندل شوي
افغانستان کې د واورې پړانګان موندل شوي

د ځنګلونو او حیواناتو د چارو یوه نړیواله ډله وایي د افغانستان په شمالي لرې پرته، غرنۍ سیمه کې یې زیات شمیر تندرسته د واورې پړانګان موندلي دي.

د وحشي حیواناتو د ساتنې دا ټولنه وایي دوی په ځینو سیمو کې اوتوماتیکې کمرې نصب کړي تر څو ددې پړانګانو د ځای، شمیر او فعالیت په اړه کره شواهد تر لاسه کړي.

دوی وایي تر اوسه پورې یې په شپاړسو بیلو سیمو کې ددې پړانګانو دموجودیت نښی نښانی موندلې چی اکثر یې د واخان پر لاره چې چین ته څیرمه سرحدي سیمه ده، لیدل شوي دي.

د واورې د پړانګانو نسل په نړیواله کچه د ورکیدو له خطر سره مخامخ دی.

ددې پړانګانو اوسنی شمیر په نړیواله کچه ۴۵۰۰ نه نیولې تر ۷۵۰۰ پورې رسیږي.

XS
SM
MD
LG