د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې بیا ونشو کړای چې خپل رییس وټاکي


ولسي جرګې بیا ونشو کړای چې خپل رییس وټاکي

ولسي جرګې بیا ونشو کړای چې خپل رییس وټاکي

سپينې او باطلې رایې د ولسي جرګې د ریاست لپاره په درېیمه او څلورمه دوره ټاکنو کې وړونکې وې او يو ځلې بیا هم د پارلمان ریاست ته څوک ونه نومول شو.

نن د پارلمان ریاست ته چې شپږ تنو ځانونه نومولي وو، دوه تنه نوماندي صدیق احمد عثماني او هما سلطاني دوهم پړاوو ته پاتې شو خو بیا هم له دغو دواړو یو هم د پارلمان د ریاست د څوکۍ په ترلاسه کولو بریالی نه شو. که څه هم صدیق احمد عثماني يو سلو اتلس رایې وګټلې ولې د پنځوس جمع یو رایو پر ګټلو بریالی نه شو او هما سلطاني دېرش رایې وګټلې، خو سپينې رایې دوه شپېته او باطلې بیا دېرش وې چې په ټوله کې د سپینو او باطلو رایو شمېره دوه نوي ته رسېده.

د پارلمان ریاست ته د نن ورځې په لومړۍ دوره کې پنځو تنو ځانونه نومولي وو چې ترې لوړې راېې صدیق احمد عثماني څلور نوي راېې وګټلې، ورپسې هما سلطاني اته څلوېښت، سید اسحق ګیلاني يو څلوېښت، عبیدالله رامین نوولس او بکتاش سیاووش بیا څوارلس رایې ترلاسه کړې او تر شلو سپنې راېې هم کارول شوې وې.

د سپینو رايو په اړه نه په قانون او نه هم د ولسي جرګې په داخلي طرزالعملونو کې د اواري لاره شته د پارلمان ډېری غړي وايي که د سپینو رایو معضله اواره شي نو بیا له ورته ستونزو به مخه ونیول شي.

د پارلمان د ریاست د څوکۍ برخلیک لا تر دم ګړۍ واضح ندی او د نن ورځې په پای کې د ولسي جرګې مؤقت رئیس محمد سرور عثماني وویل چې د شنبې د ورځې په اجنډا کې به وڅیړي چې دې مسئلې ته کومه لاره پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG