د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د آسیا د المپيک د سیالیو نه راستانه شول


د کابل په هوایې ډګر کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې راستنیدل
د کابل په هوایې ډګر کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې راستنیدل

د افغانستان د کرکټ او تکواندو د لوبډلو لوبغاړي د المپیک په آسیايي سیالیو کې له ګډون وروسته نن په داسې حال کې بیرته هیواد ته راستنه شول چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان چارواکو او د لوبو د مینه والو د تود هرکلي سره مخامخ شول.

د آسیا د المپیک سیالیو په اولسم پړاو کې رومان عباسي د تکواندو په برخه کې د برونز مډال وګټو او د کرکټ الف لوبډلې وکولای شول چې دویم مقام او د سپینو زرو مډال خپل کړي.

رومان عباسي د خپلې لاسته راوړنې په هکله وایي "دا مډال یوازې زما نه بلکې د ټول افغانستان دی ، تاسې پوهیږۍ چې د آسیا د المپيک سیالیو کچه خورا لوړه ده، زما لومړنی سیال د قرغزستان هیواد وو ،‌دویم د یمن او دریم د هندوستان وو ،‌خو په نیمه پای لوبو کې مې د خپل کوریايي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه".

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مشر فهیم هاشمي وايي چې څه باندې سلو افغان لوبغاړو په یولسو ورزشي برخو لکه تکواندو، جودو، ځغاستې، وشو، سوک وهنې، فوتبال، کرکټ او داسې نورو کې ګډون کړی وو چې یوازې په دوو برخو کې لوبغاړو لاسته راوړنې درلودې.

د ښاغلي هاشمي په وینا که څه هم افغان لوبغاړو ښې لاسته راوړنې نه درلودې خو بیا هم دوی هڅې کوي چې په راتلونکي کلنو کې د یو منظم پلان له مخې افغان لوبغاړي وکولای شي د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

ښاغلی هاشمي وايي" هغه شمیر لوبغاړو چې لاسته راوړنې نه درلودې موږ پوهیدو ، خو دا مهمه ده چې دوی په آسیايي‌ المپيک سیالیو کې ګډون وکړ او ښې تجربې یې ترلاسه کړې هیله لرو چې په راتلونکو سیالیو کې لوبغاړي ښې لاسته راوړنې ولري".

په ورته وخت کې د وهاب ځاځي په نوم یو لوبغاړی وايي چې دوی په خپلو شخصي لګښتونو د المپيک په آسیایي سیالیو کې ګډون کړی وو او ښې آسانتیاوې ورته برابرې شوې نه وې. ده له نوي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ورزش ته په آساسي توګه پاملرنه وکړي او مسلکي کسان د دوی د روزنې لپاره په دندو وګماري.

د کرکټ یو لوبغاړی حمید حسن امریکا غږ ته وویل که څه هم دوی وکولای شول چې د نیپال او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړي خو په پای لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې یې ماتې وخوړه.

د حیمد حسن په وینا افغان توپ وهونکو په مسولیت لوبه ترسره نه کړه او همدا لامل وو چې دوی د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه.

حمید حسن وايي "که موږ په مسولیت لوبه کړای وای کیدای شو چې هدف مو پوره کړی وای او د سرو زرو مډال مو اخیستی وای. بدبختانه موږ پای لوبه وبایلله او دویم مقام مو وګټو ،‌ تیر ځل هم موږ پای لوبه بایللې وه".

د یادولو وړ ده چې د آسیا د المپیک سیالۍ د پنځه څلویښت هیوادونو ترمنځ د سپتمبر په نولسمه نیټه په شپږ دیرش ورزشي برخو کې په سویلي کوریا کې پیل شوې چې د اکتوبر تر څلورمې نیټې پورې یې دوام درلود.

XS
SM
MD
LG