د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ ټیم د آسیا قهرماني وګټله او د فوټبال ټیم دویم شو


افغان کرکټ ټیم د آسیا قهرماني وګټله او د فوټبال ټیم دویم شو

افغان کرکټ ټیم د آسیا قهرماني وګټله او د فوټبال ټیم دویم شو

د افغانستان کرکټ ټیم په نیپال کې د اسیا د کرکټ په سیالیو کې د هانگ کانگ ټیم ته په ماتې ورکولو سره د اسیا قهرماني گټلې ده. په دې مسابقه کې د افغانستان ټیم په خپل نوبت کې ١٢٥ منډې جوړې کړې وې. خو د هانگ کانگ ټول لوبغاړي ېې په ١١٧ منډو وسوزول.

د افغانستان د لورې حمید حسن د ټولو نه غوره لوبه وکړه او د مسابقې غوره لوبغاړی شو. افغانستان په دې سیالیو کې نیپال، بوټان مالدیب او نورو ټیمونو ته په ماتې ورکولو وروستی لوبې ته ځان ورساوه او نن ېې هانگ کانگ ته په ماتې ورکولو د اسیا د شلو اورونو جام هم وگټی.

بلي خوا ته د هند په پایتخت نوي ډیلي کې د فټ بال په یوه سیالۍ کې د افغانستان فټ بال ټیم د کوربه هند د فټبال ړ ټیم نه لوبه په څلورو گولونو بایلوله.

د افغانستان د فټبال ټیم په خپل تاریخ کې په لومړي ځل د اسیا په سویه دومره زیات پرمختگ کړی او د لوبو فاینل یا وروستۍ مسابقې ته رسیدلي دي .هر څو که د افغانستان فټبال ټیم مسابقه بایللې ده خو مخکې تګ ېې د فټبال د راتلونکې دپاره یو ښه زیری گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG