د لاس رسي وړ اتصالات

افغان استخبارات: د اسامه مړینې القاعده او طالبانو کې درز اچولی


افغان استخبارات: د اسامه مړینې القاعده او طالبانو کې درز اچولی

افغان استخبارات: د اسامه مړینې القاعده او طالبانو کې درز اچولی

د افغانستان د ملی امنیت اداره د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژل کیدو د افغانی طالبانو او وسله والو مخالفینو په لیکو کی ستر اختلافات را منځته کړی دی.

دا اداره وايي د ایبت اباد په ښکلي او ارامه ښار ګوټي کې د اسامه وژل کیدل او په همدغو سیمو کې د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو اوسیدلو دا وښودله چې د تروریستانو او افغان دولت د مخالفو ډلو مشران په ارامه او د تاوتریخوالي نه لیرې سیمو کې د خوشحالی ژوند تیروي خو ددوی ځواکونه او عسکر هره ورځ وژل کیږي.

د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل وایي همدې خبرې د طالبانو په لیکو کې درز را پیدا کړی او دوی یې هڅولی چې افغان دولت سره یو ځای شي.

په همدی تړاو دا اداره د طالبانو او وسله والو مخالفینو د زیات شمیر یادونه کوي چې په بغلان، کندز او لغمان ولایتونو کې د وسلو سره دولت ته ور اوښتي دی.

XS
SM
MD
LG