د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: د کرزي حکومت تیرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو مفسد افغان حکومت دی


سروې: د کرزي حکومت تیرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو مفسد افغان حکومت دی
سروې: د کرزي حکومت تیرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو مفسد افغان حکومت دی

د افغانستان مدني ټولنې د هیواد په نهو ولایتونو کې له ۳۶۰۰ نارینه او ښځو نه پوښتنې کړي دي. دې سروې په تیرو ۵۰ کالو کی د حامد کرزي حکومت تر تولو زیات په اداري فساد ککړ ښودلی دی. مدنې ټولنې ددې سروې په نتیجه کې دا هم ویلي چې په تیرو ۵۰ کالو کې د افغانانو بشري حقونه په بیلابیل ډول تر پښو لاندې شوي دي.

د افغانستان د مدنی ټولنی د مشر عزیز رفیعي په وینا، د دی سروې موخه دا وه چی نړیوالو ته وښودل شي چې په تیرو ۵۰ کالو کې د افغانانو بشري حقونه د ځواکمنو او حکومت کوونکیو په لاس تر پښو لاندې شوي دي.

څیړنه د پوښتل شویو افغانانو له خولې وایي، د حامد کرزي حکومت په حکومت کې عدالت او قانون تر تولو کم یانې یوازې ۶ په سلو کې پلی شوی دی.

۸۰ په سلو کې پوښتل شوي خلک د ثور د ۷ کودتا د وګړو د بشري حقونو د له منځه تللو لامل ګڼلی. دوی وایي، د تیرو ۵۰ کالو په اوږدو کی د شوروي اتحاد لاس پوڅي حکومت نږدې ۳۵ په سلو کې روڼ آندي افغانان وژلي، بندیان او لادرکه کړي یې دي .

ددغو څیړنو پر اساس افغانانو د محمد ظاهر شاه او سردار داوود حکومتونه د نسبي سیاسي ثبات حکومتونه ښودلي خو بیا هم د بشري حقونو د تر پښو لاندې کیدو نه یې سر ټکولی دی.

چې تر تولو مهمه پکې په سیاسي ژوند کې د قومي او مذهبي اقلیتونو د ګډون مخنیوی ښودل شوی دی.

د دغه څیړنې په اساس، د شوروی اتحاد یرغل او د کمونستانو حکومتداري هغه دور وو چی پکې ایدیالوژیک قتلونه، د وګړو بیځایه کیدل او لادرکه کیدل، د قومی شخړو او جګړو پیل، د وګړو پر مال او ناموس تیری او د تاریخي اثارو چور او تالان تر هرې بلې دورې زیات وو.

څیړنو د طالبانو حکومت هغه دوران ښودلی چې ښخو پکې ازادي او واک اختیار نه درلود خو د ښاغلي کرزي په حکومت کې د میرمنو د ازادﺉ کچه یوازې ۵ په سلو کې ښودل شوې ده.

څیړنو ښودلې چې د طالبانو د حکومت په دوران کې زیات اعدامونه، د وګړو او ښځو د بشري حقونو له منځه تلل، د عامه شتمنیو غصبول، لادرکه کیدل او په عام منظر کې د انسانانو بشری حقونو ته سپکاوی تر سره شوی دی.

په دې څیړنو کې چې د بشري ژوند په پنځو مهمو برخو کې تر سره شوي دي افغانانود حکومتونو له خوا د عدالت د پلې کیدو بیلابیلی کچې ښودلي دي خو هغه څه چې نږدی ټول افغانان ورباندې متفق دي هغه د خلکو پر نوامیسو تیری او د ملي شتمنیو لوټېدل دي. نږدی ۷۷ په سلو کې وګړو ښودلې ده چې د ۵۰ کالو په اوږدو کې ملي شتمني او تاریخي اثار تالان شوي دي.

ډیری افغانان د تیرو ۵۰ کالو په اوږدو کې ځانونه د تاو تریخوالی قربانیان ګڼي او وایي د جګړې مجرمین او هغه کسان چې د افغانانو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي او لا هم په حکومتي لوړو چوکیو کې په کار بوخت دي باید ددې څوکیو نه راوپرزول شي او محاکمې ته دې راکاږل شي.

۸۰ په سلو کی پوښتل شوي افغانان د سولی راوستو لپاره خبرې ښې او د کار وړ ګڼي خو یوازې ۶۹ په سلو کې اساسي قانون ته غاړه ږدي.

۷۷ په سلو کې افغانان په دې باور دي چې د ښاغلي کرزي د حکومت دور د دیموکراسی او بیان د ازادﺉ لپاره یو روښانه دور دی.

د دغو څیړنو تر سره کونکي وایي دوی د خپل کار پر مهال بیاموندله چې ځینې افغانان د شویو ظلمونو د غچ اخیستو په تمه دي او یوازې موقع ته ګوري نو ځکه دوی د هغو دولتي چارواکو د نومونو د اخیستو نه ډډه کوي کوم چې ددې څیړنو د تر سره کیدو خڼډ ګرځیدل او یا یې هم نه غواړي چې ددې څیړنو پایلې د افغانانو او نړیوالو تر غوږو ورسیږي.

دا څیړنه افغان دولت ګرم بولي چې د جرایمو ته د څیړنې او عدالت د پلي کولو نه ځان باسي حال دا چې خلک د دولت له خوا د عدالت پلې کیدل او د جنایاتو او جنایت کارانو نه بخښل د دولت تر ټولو مهمه دنده بولي او په کلکه یې غوښتونکی دی.

XS
SM
MD
LG