د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي خپلو حملو ته به زور ورکړو


طالبان وایي خپلو حملو ته به زور ورکړو
طالبان وایي خپلو حملو ته به زور ورکړو

طالبانو هوډ کړی چي په همدې پسرلي کي به په افغانستان کی د امریکا په مشري ائتلافي قواو باندي خپلو حملو ته زور ورکړي او دا تازه حملې به سر له یکشنبې نه پیل کړي، مگر دا یې ونه ویل چي دا حملې به یې څومره دوام وکړي.

طالبانو نن د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کي وویل چي ددوي ددې حملو هدف به نظامي اډې او د موټرو کتارونه وي او همداراز به په افغان چارواکو او د سولي د شورا په غړو باندي هم خپلو حملو ته دوام ورکړي.

یاغي طالبانو د ملکي افغانانو نه وغوښتل چي د هغو مرکزونو او ځایونو نه لیري اوسي چي هلته ائتلافي قواوي فعالیتونه کوي.

طالبانو دا هم ویلي دي چي دوي دغه تعرضي حملې د اسلام او دیني ارزښتونو د حفاظت او ساتني د پاره کوي.

د یاغیانو ددغو حملو اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چي د امریکا په مشري د ائتلافي قواو لوړرتبه چارواکو او په افغانستان کي لویدیځو دیپلوماتانو خبرداری ورکړ چي دوي فکر کوي چي د یاغیانو حملې به زیاتي شي.

XS
SM
MD
LG