د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان دې د ملکي خلکو د وژل کیدو مخه ونیسي، ملا عمر


طالبان دې د ملکي خلکو د وژل کیدو مخه ونیسي، ملا عمر
طالبان دې د ملکي خلکو د وژل کیدو مخه ونیسي، ملا عمر

دطالبانو مشر ملا محمد عمر له خپلو پیروانونه غوښتی دی چې دملکی افغانانو دوژلو مخه دې ونیسی.

ملاعمر وویل،پکار ده چې طالبان د عام ولس سره ښې اړیکې ولري او هغوي ته دې زیانونه نه رسوي.

دهغه وینا دلوی اختر نه دمخه دطالبانو په ویب پاڼې کې خپره شویده .

ملا عمر پخپلې وینا کې ویلي دي چې د هغوي جنګیالي د جګړې ګټونکي دي او دا چې په امریکا کې د جګړې لپاره ملاتړ مخ پر کمیدو دی. هغه همدارنګه د افغانستان نه د بهرنیو قواوو د سمدستي وتلو غوښتنه هم کړیده.

ملاعمرپخپله وینا کې د افغان ولس نه غوښتلي دي چې د امریکايي ځواکونو د ګزمو موټرو ته دې نه نږدي کیږي او د نورو احتیاطي اقداماتو نه دې هم کار واخلي تر څو د حملو پر وخت هغوي ته زیان ونه رسیږي.

په داسی حال چې دافغانستان جنگ یولسم کال ته داخلیږی ملکی تلفات زیات شویدی. ملګری ملتونه وائې، د دوه زره یولسم کال ېه لومړی نیمائې کې دملکیانو په وژلو کې پنځلس فیصده زیاتوالی راغلی دی چې تقریبآ (١٥٠٠ ) تنه وژل شویدی چې اکثره ئې دیاغیانو په حمله کې وژل شویدی.

دبریتانی ددفاع وزارت پرون دجمعی په ورځ وویل، دپنجشنبی په ورځ دیاغیانو په حمله کې دبریتانی یوعسکر وژل شویدی په داسی حال کې چې ده دهلمند دنهر سراج په ولسوالې کې گزمه کوله .

XS
SM
MD
LG