د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي ملاعمر دوه کاله وړاندې مړ شوی و


طالبان وايي ملا عمر د ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۲۳ نېټه مړ شوی دی.
طالبان وايي ملا عمر د ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۲۳ نېټه مړ شوی دی.

افغان طالبانو په یوې تازه اعلامیې کې ویلي چې د دې ډلې پخوانی مشر ملا محمد عمر د ۲۰۱۳ د اپریل په ۲۳ نېټه مړ شو، خو د ځینو سیاسي موخو او لاملونو له کبله د هغه د مرګ خبر پټ وساتل شو.

طالبان وايي هغه مهال چې ملا عمر مړ شو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې ګرمې وې او دوی په داسې حالت کې د خپل مشر د مرګ د خبر خپرول ښه ونه ګڼل.

د فدايي محاذ په نامه د طالبانو یوې بلې ډلې ادعا کړې چې ملا عمر ته زهر ورکړل شوي وه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست بیا وايي چې ملاعمر د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د یوې ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو د ملا عمر د مرک د څرنکوالي او د قبر د ځای ځایکي په اړه معلومات ورکړي نه دي.

د طالبانو نوی مشر

د ملا عمر د مړینې له اعلان وروسته، ځينو طالبانو ملااخترمحمد منصور د دې ډلې د نوي مشر په توګه معرفي کړ خو ځينو نورو یې بیا کلک مخالفت وکړ.

طالبان وايي ملا اختر محمد منصور د ملا محمد جان زوی دی او په ۱۹۶۸ کال کې د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند کلي کې زېږېدلی دی.

هغه لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په مدرسې کې او له پلار سره کړي او بیا پاکستان ته تللی او هلته یې په نورو مدرسو کې لوړې دینې زده کړې دي، خو طالبانو په ښکاره د کومې پاکستانۍ مدرسې نوم چې، ملا منصور په کې زده کړې کړې وې، نه دی اخیستی.

د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې زېږېدلی او لوړې دیني زده کړې یې په پاکستان کې کړيدي.
د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې زېږېدلی او لوړې دیني زده کړې یې په پاکستان کې کړيدي.

​طالبان وايی نوی مشر یې په افغانستان کې د پخواني شوروي پر ضد جهاد کې هم برخه اخیستې او ژوبل شوی هم دی، هغه بل وارې بیا په ۱۹۹۷ کال کې ژوبل شوی چې ښايي دا د شمالې ټلوالې پر ضد کورني جنګ کې و.

ملا منصور، د طالبانو پر مهال د ملا عمر نژدې او معتمد کس و چې د هغه له مرګ وروسته د یو شمېر نورو طالب چارواکو، د طالبانو "امیر المومنین" و ټاکه.

خو، داسې ښکاري چې ډېر نور طالب چارواکي د هغه له ټاکل کېدو سره اختلاف لري،په دغه لړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر طیب اغا هم استعفی وکړه.

په خپله د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان هم د ملا منصور له امارت سره د اختلاف لرلو خبره کړې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG