د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې جرگې له سعودي نه مرسته وغوښته


د سولې جرگې له سعودي نه مرسته وغوښته

د سولې جرگې له سعودي نه مرسته وغوښته

د افغانستان د سولې عالي جرگې د سعودی عربستان د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې دې مرسته ورسره وکړي، تر څو په افغانستان کې روان نهه کلن جنگ نور پای ته ورسېږي.

د سولې د عالي شورا ویاند قیام الدین کشاف نن وویل چې د سعودي عربستان پاچا ملک عبداله باید د طالبانو سره د خیل نفوذ او دوستئ نه کار واخلي او د سولې د خبرو په جریان کې د شامل کاندي.

سعودي عربستان یو د هغو دریو هېوادونو د جملې نه ؤ چې د نولس سوه نوي میلادي په لسیزه کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان او متحده عربي اماراتو سره یو ځای په رسمیت باندې وپیژنده.

په داسې حال کې چې د افغاني مشران کوښښ کوي چې طالبانو سره د سولې خبری شروع کړي.

په عین وخت کې، د افغانستان د حکومت عسکر او نړیوال ځواکونه د طالبانو په خلاف په قندهار کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او کوښښ کوي چې د خپل دغه پاخه سنگر نه یې پاڅوي.

دافغانستان دحکومت ماموران ادعا کوی چه دروانو پوځی عملېاتو له امله د طالبانو جنگېالی مجبور شوی دي چې د کندهار نه وتښتی.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمد ولي کرزي نن د اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وویل چې په جنگ کې د طالبانو پر خلاف پرمختگ شوی دی، یو شمیر یې وژل شوي او ځینې یې ژوندي نیول شوي دي.

احمد ولي کرزی چې د جمهور رئیس کرزي ناسکه ورور دی، دا ادعا هم کوي چې فعلا په کندهار کې د طالبانو یو سنگر هم باقی نه دی پاتې شوی.

په کندهار کې د پوځي عملیاتو نه مخکې د امریکا جمهور رئیس د افغانستان په جنوب کې طالبانو سره د جنگ لپاره دیرش زره تازه دمه امریکايي عسکرو د لېږلو امر وکړ.

اوس هرڅومره چې د ناټو قواوې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته ورځي ، نو په هماغه اندازه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تلفات هم سږ کال د حد نه زیات لوړ شوي دي.

ناټو وايي چې نن یې یو عسکر د افغانستان په ختیځ کې په جنگ کې وژل شوی دی او د افغانستان د حکومت مامورانو وویل چې په هرات کې څلور پولیس وژل شوي دي او یو تن یې زخمی دی.

له بلی خوا ناتو هغه خبر نن تصدېق کړ چې وايي په بغلان کې د ناټو د هوايي قواوو په بمبارئ کې د طالبانو یو قوماندان د سه شنبی په ورځ ووژل شو.

XS
SM
MD
LG