د لاس رسي وړ اتصالات

ختیځ افغانستان کې ۴ زره تنه په نري رنځ اخته دي


ختیځ افغانستان کې ۴ زره تنه په نري رنځ اخته دي

ختیځ افغانستان کې ۴ زره تنه په نري رنځ اخته دي

د ننګرهارولايت د عامې روغتيا رياست دغه شمېره د هغې غونډې له لارې څرګنده کړه چې دنري رنځ ي اTB د مخنيوي ٢٤مارچ نړۍ والې ورځې په وياړ په جلال اباد کې جوړه شوې وه.

د عامې روغتياريس ډاکتربازمحمد شېرزاد په وينا په ختيځو ولايتونو کې د تېريوه کال په موده کې شاوخوا٤٣٠٠تنه د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي دي چې له دغې شمېرې څخه نږدې درې نيم زره يوازې په ننګرهارکې دي.

شېرزاد په سيمه کې ددغو ناروغانو د زياتوالي يوازينى عامل غربت وښود.

ده دا هم وويل چې دا مهال په نړۍ کې شل ميلونه خلک په دغې ساري ناروغۍ اخته دي .چې دده په ويناله دغې شمېرې څخه ١٤ميلونه يې تبرکلوز او HIV دواړه لري ده وويل دروغتيادنړۍ وال سازمان دمعلوماتوپربنسټ تېرکال په نړۍ کې له نري رنځ څخه دوه ميلونه انسانان مړه شوي دي نهه ميلونه پرې نوي اخته شوي دي .ښه داچې په ختيځوولايتونوکې ددغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره څه شوي اوياڅه کېږي؟

دې پوښتنې ته د ختيځو ولايتونو لپاره د تبرکلوز د مخنيوي ادارې مشر ډاکترصديق الله رحيمې په ځواب کې وايي: دوی ددغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د تشخيص ٩٦مرکزونه پرانستي دي چې په دوی کې ٥٧په ننګرهار،١٨په لغمان او١٢يې په کونړ او نورستان کې دي.

ډاکتر رحميي وايي چې د يادې شمېرې دناروغانوڅخه چې په وينايې په سلوکې ٦٥ښځې دي په سلوکې ٩٦کتلي اواعلاج يې ورته کړى دى. خو ده داهم وويل چې لاتردامهاله هم ددوي دکارونوپروړاندې چلنجونه اوستونزې شته دي.

ده له دغوستونزوڅخه درضاکارانونامسلکيتوب، د بېرته راستنېدونکيو بهير، د محابسوبنديان ،لرې پرتې سيمې،دناروغانودکورغړي اوپه HIV اخته خلک ياد کړل چې په وينا يې کلکې څارنې او وخت پروخت اعلاج ته اړتيا لري ياد کړل.

ډاکتر رحيمې وويل څرنګه چې دغه ناروغي يوه ساري ناروغي ده. تر هر څه وړاندې يې ښځو ته ګواښ زيات متوجه دى.

دى وايي د ښځو پر وړاندې ناوړه دودونه، د پروتوني خوارکي موادو کمښت، په مړي ژوندي کې ددوي نږدې ناسته، د ډېرو او لادونو زېږول او مجهزو خوړو ته نه لاس رسى هغه عوامل دي چې په ښځوکې يې دغه ناروغي زياته کړې ده.

رحيمي وويل د نورو کلونو په پرتله ددغې ناروغۍ ناروغان زيات شوي دي.

ده وويل ددغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ترهرڅه وړاندې د کورنۍ غړي بايد ناروغ د کلينکونو له لارې تشخيص کړي چې کله تشخيص شوله هغه وروسته دې دده ځاى ځيکى اوخوراک وڅښاک شيان له نورو بيل شي.

روغتيايي کارکوونکي ددغې ناروغۍ دزياتېدويوعامل هم د دغې ناروغۍ له اخته کس سره بې احتياطي ګڼي چې په وينا يې نورو ته لېږدي.

XS
SM
MD
LG