د افغانستان د مخابراتو وزارت په هیواد کی د ښو مخابراتی خدماتو لپاره نړیواله جایزه تر لاسه کړه.
ددې جایزې د تر لاسه کولو لپاره د نړی د ۵۴ هیوادونو تر منځ سیالي روانه وه.
د ولسمشر دوهم مرستیال وایی دا په افغاتنستان کی د ټولو ستونزو تر څنګ یو ستر بریالیتوب دی.
د مخابراتو په برخه کی د جی اس ام نړیواله جایزه سږ کال افغانستان تر لاسه کړه. دا جایزه په افغانستان کی د ښو مخابراتي خدماتو او ښې رهبرۍ په خاطر ورکړل شوې ده.
د مخابراتو د وزارت سر پرست وزیر وایي څو لاملونه ددی سبب شول چې د مخابراتو وزارت دا جایزه تر لاسه کړي.
له بلې خوا د مخابراتو وزیر په وینا داسې بریاوې زیاتره د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ ښه مشارکت دی چې دا برخه د افغانستان په مخابراتی سیستم کی دیره قوی ده.
اوس مهال په افغانستان کی ۵ لوی مخابراتی شرکتونه او تر دیرشو زیات د انټرنیټي خدماتو شرکتونه لري چې قابو یو نیم ملیارده ډالره یې په مخابراتي سکتور کې پانګه اچونه کړې ده.
اوس مهال د افغانستان ۸۰ په سلو کې خلک مخابراتي اسانتیاوو ته لاس رسی لري چې دا په سیمه کې بیساری شمیرل کیږي.
دا مهال په نړی کی ۵ ملیارده موبایل یا ګرځنده تیلیفونونه شته چی ددی ۵ ملیاردو نه ۱۵ ملیونه یی په افغانستان کی کارول کیږی چی حتا پّه لرو پرتو سیمو کی هم خلکو ته ۲۴ ساعته دا خدمات رسول کیږي.
د مخابراتو سر پرست وزیر امیرزی سنګین وایی افغان ولس د مخابراتی تکنالوژۍ د تجهیزاتو او وسایلو نه حتا ددی هیواد په نا امنو او لیرې سیمو کې ښه ساتنه کړې ده.
د سنګین په وینا دوی غواړي ډیر ژرهغه پاتې ۲۰ په سلو خلک چی مخابراتی اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري ددی خدماتو نه برخمن کړي او له دې سره سره د انټرنیټي خدماتو د کارونکو شمیره هم د ۴۰ نه ۵۰ په سلو کی لوړه کړي.
له دی سره سره به نوی تکنالوږی چی د (تری جی )یا د دریم نسل د ټکنالوژۍ پروګرام دی هم په هیواد کی پلی کړي.
سنګین وایي راتلونکی کال کی به د کورنیو چارو وزارت سره هم د الکترونیکي تذکرو په جوړولو کې هم مخابراتی مرستی کوي.
همدا رنګه د ولسمشر دوهم مرستیال دا وزارت د مخابراتی تکنالوژۍ د ګړندی پراختیا او ښې رهبرۍ د جایزې د تر لاسه کولو لپاره وستایه او دا یې د افغانستان په کړکېچنو حالاتو او جګړییزو شرایطو کې ستره بریا وګڼله.
ښاغلی کریم خلیلي د ولسمشر دوهم مرستیال وایي، دا مهال افغانستان د ګڼو خطرونو سره مخ دی خو موږ باید د هیواد ددې لاس ته راوړنو نه په کلکه ساتنه وکړو او په قدر یې پوه شو.