د لاس رسي وړ اتصالات

په بغلان کې د روب فابریکې جوړیږي


په بغلان کې د روب فابریکې جوړیږي
په بغلان کې د روب فابریکې جوړیږي

د زاړه بغلان او مرکزي بغلان تر مینځ د لوی سرک په غاړه په زراعتي ځمکو کې له رومی بانجانو څخه د روب جوړولو په دریو فابریکو کار روان دی چې تقریبا په راتلونکو دوه میاشتو کې به په کار پیل وکړي.

په دې سیمه کې تقریبا ۴۵ کوپراتیفونه دي چې د زراعت په برخه کې کار کوي او یو زیات شمیر دهقانان ددغو کوپراتیفونو تر چتر لاندې خپلې زراعتي چارې پر مخ بیایي.

د جرخوشک د کوپراتیف مشر چې له رومي بانجانو څخه د روب جوړولو د فابریکې یو تن غړی احمد شاه وایې چې ددغې فابریکې په جوړیدو سره به ددوي د دهقانانو رومي بانجان ښه بازار پیدا کړي:

"ددې شرکت کار تقریبا ۹۵ فیصده بشپړ شوی، په دغه فابریکه کې به پنځه ویشت کسان کار کوي، چې له دې لارې به ورته د کار زمینه برابره شي او د دهقانانو لپاره یې ګټه داده چې خرابیدونکي محصولات به یې بازار پیدا کړي، او ژوند به یې ښه شي، او بله دا چې که د رومي بانجانو لپاره بازار پیدا شي خلک به د مخدره موادو له کښت لاس واخلي او دغه فابریکې یوه ښه بدیل کیدای شي"

احمدشاه وایې چې د بغلان زیات دهقانان رومي بانجان کري نو له ددې لپاره چې ددوي محصولات ددې پر ځای چې ضایع کیږي بازار ته وړاندې شي او یو څه عاید په لاس راوړي:

"دلته زیات رومیان کرل کیږي، او هردهقان تقریبا له یو جریب څخه نیولې تر شپږ جریبه ځمکه پورې په رمیانو کرل کیږي، یو جریب ځمکه کې اته سوه د رومیانو بوټي کرل کیږي او هر بوټې یو من (اوه کیلو) رومي بانجان کوي، او اوه کیلو رومي بانجان په دیرش افغانۍ دي نو تقریبا ویلې شو چې هر دهقان له یو جریب ځمکې دیرش زره افغانۍ په لاس راوړلې شي"

نوموړي له رمي بانجانو څخه د روب جوړول د فابریکو پرته په دغه سیمه کې د لبنیاتو د فابریکې د جوړیدو غوښتنه هم کوله او ویل یې چې هر دهقان په کور کې دوه زراعتي غواګانې لري که د شیدو د پروسس فابریکه هم ولري ښه به وي، دا چې ددغو فابریکو جوړیدل به د دهقانانو په ژوند څه اغیز وکړي هغه وایې:

"د دهقان لپاره یې یوه ګټه داده چې د هغوي رومیان که چې خرابیږي هغه به په بازار کې خرڅ کړي، که زمونږ لپاره په دغه سیمه کې د لبنیاتو یوه فابریکه هم جوړه شي ښه به وي"

په بغلان کې د جی ای زیډ موسیسې یو تن مامور حضرت ګل وایې چې دوي غواړي په بغلان کې له رومي بانجانو څخه د روب جوړولو درې فابریکې تر کار لاندې دي چې په نزدې وخت کې به جوړې شي :

"په بغلان کې د روبو درې فابریکې تر کار لاندې دي، او د سیمې له کوپراتیفونو سره مو له خبرو وروسته ددغو فابریکو په جوړولو لاس پورې کړ، ددغو کوپراتیفونو نمایندګان به ددغې فابریکې د پرمخ بیولو لپاره کار کوي، او ددې تر څنګ د رمي بانجانو د ساتلو لپاره ورته سړه خونه هم جوړه شوې"

له رومي بانجانو څخه د روب جوړولو دغه فابریکې د الماني موسیسې جي ټي زیډ چې اوس په جی ای زیډ نومول شوی ده تقریبا د څلورنیم سوه زرو امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي، په کندوز کې مو جی ای زیډ نوي موسیسې له مسول عارف یوسفزي سره تماس ونیوه چې ددغو فابریکو په اړه معلومات راکړي خو هغه ددغو فابریکو په اړه د معلوماتو د نه ورکولو تر څنګ وویل چې دا یوازې د هغو کسانو حق دې چې ددغو فابریکو د مالي لګښت په اړه پوه شي چې په دغو فابریکو کې شریک دي او یا په کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG