د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي بانک رئیس د ملک نه له تیښتې وروسته استعفی اعلان کړه


د افغانستان د ملي بانک رئیس د ملک نه له تیښتې وروسته استعفی اعلان کړه
د افغانستان د ملي بانک رئیس د ملک نه له تیښتې وروسته استعفی اعلان کړه

د افغانستان د ملي بانک رئیس وايي له ملک نه د وتلو او له دندې نه د استعفی علت یې دا دی چې د کابل بانک د اداري فساد په اړه په تحقیقاتو کې دده د نقش له آمله یې ژوند ته خطر پیښ شوی و.

عبدالقدیر فطرت ، د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته نږدې په یوه مرکه کې وویل چې خپل ژوند ته یې هغه وخت جدي خطر احساس کړ چې ده د یو شمېر هغو کسانو نومونه برالا کړل چې په کابل بانک کې یې د مالي درغلیو، مسوولیت درلود.

ښاغلي فطرت په تیر اپریل کې دغه نومونه ولسي جرګې ته څرګند کړل.

د افغانستان حکومت د ښاغلي فطرت دا کار یو بې مسؤولیته ګام بللی او وايي چې دی خپله له پلټنو سره مخ و.

ښاغلي فطرت ویلي چې د افغانستان د ملي بانک د مشر په توګه نورو چارواکیو له ده سره همکاري نه کوله.

هغه پر یو شمیر حکومتي کړیو دا تور هم ولګاوه، چې په کابل بانک کې یې د سلګونو میلیونو ډالرو په درغلیو کې د ښکېلو کسانو سره د حساب او کتاب مخنیوی کاوه.

ښاغلي فطرت خپله استعفی امریکا ته تر رسېدا وروسته په واشنګټن کې اعلان کړه.

عبدالقدیر فطرت په امریکا کې د اوسېدو او پاتې کېدو اسناد لري او ویل کیږي چې له افغانستان څخه شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې وتلی و .

جمهور رئیس کرزي په کابل بانک کې د درغلیو په اړه د هر اړخیزو پلټنو امر کړی و.

ښاغلي فطرت د کابل بانک په مالي جنجال او درغلیو کې د ښکیلو کسانو په جمله کې د یو شمېر جګپوړه چارواکیو د خپلو خپلوانو نومونه هم په ډاګه کړل.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وحید عمر د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې فطرت له خپلې استعفې نه چارواکي ندي خبر کړي او دا ممکنه ده چې په هغه اداري فساد کې دی هم لتاړ وي چې په نتیجه کې یې کابل بانک له ناکامۍ سره مخ شو.

د کابل بانک لانجه

کابل بانک له ۹۰۰ ملیونو ډالرو نه زیاتې پیسې بایللي او تیر کال نږدې و چې د همدغو اداري بې قانونیو، د خپلو او دوستانو د پاللو او بې قانونه پورونو د ورکولو له امله سقوط وکړي.

ښاغلي فطرت وویل د اپریل په میاشت کې چارواکیو د پورونو ۴۷ ملیونه ډالره بیرته لاسته راوړل.

حکومت د هغو چارو څارنه کوله چې د بانک مدیره هیئت، ونډه لرونکي او نور چې غیرقانوني پورونه یې اخیستي دي دې ته اړ کړي چې خپل پورونه بیرته ورکړي.

کابل بانک د افغانستان د پولیسو، عسکرو او ښوونکیو تنخواه ګانې ورکوي.

د کابل بانک مالي شخړې ددې سبب شوې چې له یو شمېر نړیوالو بسپنه ورکوونکيو سره د افغانستان د مالي ثبات په برخه کې پوښتنې پیدا شي. دا هم پداسې وخت کې چې افغانستان کوښښ کوي چې د خپل امنیت د پرمختګ لپاره نور مسوولیتونه په غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG