د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال د افغان سرتیرو روزنه تر پلټنو ځنډولې


د امریکا یوه مشهوره ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې د امریکا د خاصو قواوو عالي رتبه قوماندان، د نویو استخدام شویو افغانانو روزنه تر هغې ځنډولې چې د ټولو عسکرو نه د یاغیانو سره د هغوي د اړیکو په هکله څیړنه ونشي.

واشنگتن پوست د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د ۲۷ زرو نه زیاتو افغان سرتیرو دوسیې چې د ناټو د خاصو قواوو سره کار کوي د سره پلټل کېږي. دا په داسي حال کې ده چې د ناټو چارواکي کوښښ کوي چې د ناټو په عسکرو باندې د هغوي د افغان همکارانو له خوا حملې بندې کړي.

دغه ورځپاڼه وايي سږکال د ۴٥ عسکرو وژلو د ناټو چارواکي مجبوره کړل چې دا ومني چې څه چې واشنگتن پوست وایي هغه یو تریخ واقعیت دی چې که چیري امنیتې اقدامات سم تطبیق شوی وای، نو ښایي چې دغه قتلونه نه وای شوي.

دغه رپوټ وايي په ډیرو نظامي هدایاتو باندي د ناټو د چارواکو د وینا له قراره ، افغانانو او امریکایانو عمل نه دی کړی ځکه دوي نه غوښتل چې د افغان پوځ او پولیسو په پرمختگ کې خنډ راشي.

د خاصو عملیاتو چارواکي وایي د غور او تحقیق دغه جریان گټور دی خو دا بیا تر پایه نه تعقیبږی چې هغه افغان عسکر په ډاګه شي چې یا د یاغیانو تر نفوذ لاندې راغلي دی او یا هم دا چې د افغانستان په حکومت باندی باور نه لري.

واشنگتن پوست رپوټ ورکوي چې د ناټو چارواکي وایي دوي پوهېدل چې په ځینو وختونو کې د افغان پولیسواو پوځیانو په استخدامولو کې هیڅکله بشپړغورنه دی شوی. دغو چارواکو وویل دوي دغه جریان ځکه په ټینگه تعقیب نه کړ چې اندیښمن وو چې د سوابقو مفصل معلومول به د استخدامولو جریان سوکه کړي.
XS
SM
MD
LG