د لاس رسي وړ اتصالات

د باختري دورې طلايي آثار


د باختري دورې طلايي آثار
د باختري دورې طلايي آثار

د افغانستان د باختري دورې مهم طلايي آثار په اروپايي موزیمونو کې له دوو کلونو تیرولو وروسته اوس دلته په واشنگټن کې نندارې ته ایښود شوي دي. د نیشنل جیوگرافیک مجلې ددغو آثار په باب یو تفصیلي رپوټ خپور کړی دی چې پښتو ترجمه یې تاسو ته وړاندې کوو.

عمرا خان مسعودی

د باختري دورې طلايي آثار خوندي پاتې دي

د افغانستان د باختري دورې مهم طلايي آثار په اروپايي موزیمونو کې له دوو کلونو تیرولو وروسته اوس دلته په واشنگټن کې نندارې ته ایښود شوي دي.

د نیشنل جیوگرافیک مجلې ددغو آثار په باب یو تفصیلي رپوټ خپور کړی دی چې پښتو ترجمه یې تاسو ته وړاندې کوو.

عمرا خان مسعودي په کابل کې د افغانستان د ملي موزیم رئیس دی. هم هغه ډول چې فرانسوي اتباعو د دوهمې نړیوالې جگړې په وخت کې خپل هنري آثار د نازیانو لاس ته له ورتلو نه وساتل، ښاغلی مسعودي او د هغه څو تنو ملگرو وکړای شو چې د خپل ملک مهم تاریخي آثار د څو لسیزو اوږدې جگړې په دوران کې پټ او محفوظ وساتي.

په کال ١٩٧٩ کې شورویانو افغانستان اشغال کړ او له هغه لس کاله وروسته یوې کورنۍ جگړې د کابل ډیره برخه په کنډواله بدله کړه. په همدغه جریان کې د افغاني ډلو تر منځ د واک پر سر په جگړه کې ملي موزیم هم لوټ شو او مهم تاریخي آثار یې خرڅ شول او د موزیم د آرشیف دوسیې په بخاریو کې وسوزول شوې.

په کال ١٩٩۴ کې ملي موزیم په راکټ وویشتل شو، چت او لوړ پوړ یې ویجاړ شو، او په کال ٢٠٠١ کې طالبانو د ملي موزیم له ٢٠٠٠ زیات آثار په دې نامه مات کړل چې ویل یې دا له بت پرستئ او کفر سره تړاو لري.

د جگړو په دغو کلونو کې مسعودي او د موزیم ځینې نور چارواکي د هغو مهمو تاریخي آثارو په باب پټه خوله پاتې شول چې دوی په ١٩٨٨ کال کې د کورنۍ جگړې له پېل کېدو مخکې د ارگ تر ماڼۍ لاندې پټ کړي وو.

په دې آثارو کې له جواهرو نه جوړ تاجونه، د باختري دورې طلايي آثار او داسې نور شامل وو. د نړۍ تحقیق کوونکي په دې باور وو چې دغه آثار یا خو لوټ شوي او د تاریخي آثارو پر قاچاقچیانو پلورل شوي او یا خو د طآلبانو په لاس له منځه تللي دي.

کابل موزیم

د کال ٢٠٠٣م په اکتوبر کې، په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د رانسکورېدو دوه کاله وروسته، هغه کسان چې د ارگ تر ماڼې لاندې پټ آثار ورته معلوم وو، له ملک نه وتلي و او ښاغلی مسعودي له هغې جملې نه یوازنی کس وو چې دلته پاتې وو.

مسعودي همدا وخت لازم وگاڼه چې معلوم کړي چې هغه پټ کړي آثار پر ځای پاتې دي او که نه. د خزانې له خلاصولو وروسته معلومه شوه چې ټول آثار پر ځای او محفوظ پاتې دي. پنځه میاشتې وروسته، دوی په همدغه ځای کې بله پټه خزانه هم راوایسته چې هغه ٢٠٠٠ کلن حکاکي شوي آثار او ښیښيي لوښي پټ شوي وو چې په ١٩٣٠ کال کې په بگرام کې له خاورو نه رایستل شوي وو.

دا آثار هم مسعودي او د هغه ملگرو دلته پټ کړي وو او سلامت پاتې شوي وو.

عمرا خان مسعودي وايي: "که چیرې مونږ دغه آثار دلته نه وای پټ کړي نو د افغانستان دغه سرمایه به اوس نه وای. دا یو حقیقت دی. هغه کسان چې د واقعیت طرفدار وو، هغوی ورباندې پټه خوله پاتې شول".

ملي موزیم دا وخت د یونسکو او یو شمېر نورو خیریه ادارو لخوا رغول کیږي. د موزیم په داخل کې د بیارغونې عاجل کارونه روان دي او د نورو آثارو د ایښودلو لپاره المارۍ او فقسچې جوړیږي.

موزیم ته د ښوونځي د نجونو یوه ډله راغلی او ښوونکی یې ورته په موزیم کې پراته آثار په دري ژبه تشریح کوي. د موزیم د دروازې په خوله کې خلک تالاشي کوي. چارواکي وايي، هر کال نږدې شپږ زره تنه د موزیم د لیدلو له پاره راځي.

د موزیم المارۍ د هغو آثارو ډکې دي چې له افغانستان څخه ایستل شوي وو خو د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د گمرک مامورینو نیولي او بیرته یې افغانستان ته را لیږلي دي. لږ تر لږه پنځه زره اثره په سویس او ډنمارک کې نیول شوي او بیرته افغانستان ته رالیږل شوي دي. تقریبا څلور ټنه دغه افغاني تاریخي آثار برتانوي پولیسو نیولي او په لندن کې دې ته آماده دي چې کابل ته انتقال شي.


عمرا خان مسعودي په موزیم کې هغې مجسمې ته گوته نیسي چې د دریمې میلادي پیړۍ د بودا له دورې نه راپاتې ده. د موزیم دغه ډول ډیرې مجسمې طالبانو ماتې کړې، خو د طالبانو د واکمنۍ له ختمیدو وروسته د موزیم مسئولینو د مجسمو ټوټې راټولې کړي او بیرته یې ورغولې.

پر دغو مجسمو باندې درزونه او د ماتیدو نښانې له ورایه ښکاري. مسعودي وايي: ،کله چې د ماتو شویو ټوټو د بیارغونې کار بشپړ شي نو ټول آثار به د خلکو نندارې ته وړاندې کړو. خو کیداي شي دغه کار څو کاله وخت ونیسي."

مسعودي وايي، له دې آمله چې د موزیم کافي امنیتي تدابیر نه دي نیول شوي، نو ځکه دوی نشي کولای چې هغه قیمتي آثار دلته نندارې ته کیږي چې دوی یو وخت د ارگ تر ماڼې لاندې پټ کړي وو. له همدې آمله افغاني چارواکو د نیشنل جیوگرافیک د ټولنې په همکارئ دغه آثار په بهرني سفر لیږلي دي.

دغه آثار چې د دوو کلونو له پاره په اروپا کې وو، اوس دلته په واشنگټن کې د هنرونو په ملي گالرۍ کې نندارې ته ایښول شوي دي. له دې برسېره چې دغه آثار ددغه سفر په ترڅ کې محفوظ دي، افغانان تمه لري چې له دې سره به د خپل هیواد یو ښه تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.

عمرا خان مسعودي وايي، له دې لارې به دوی وکولای شي چې د افغانستان لرغونی تاریخ نړۍ ته ور وپیژني او وریښمو د تاریخي لارې د ارزښت په اړه معلومات ورکړي چې له افغانستان څخه تیره شوې وه او ختیځ او لویدیځ یې سره نښلاوه.

افغانستان د آسیا د څلورلاري په نامه هم یاد شوی. یوې خوا ته د مدیترانې بحیره، عربي هیوادونه او هند دی نورو خواوو ته چین او ختیځه اروپا پرته ده. لرغون پوه فریدریک هیبرټ په افغانستان کې موندل شوي آثار د منځنۍ آسیا په مهمو تاریخي آثارو کې شمیري.

XS
SM
MD
LG