د لاس رسي وړ اتصالات

له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان پوځ د روزنې غوښتنه


افغان سرتیرې،پوځي عملیاتو ته چمتوالی نیسي

افغان سرتیرې،پوځي عملیاتو ته چمتوالی نیسي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي سره له دې چې افغان ځواکونو په تېرې یوې لسیزې کې پام وړ پرمختګ کړی، چې د جمهوري ریاست د تېرو ټاګنو امنیت ساتل یې یوه ښه بېلګه کیږي،
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ټېنګار کوي چې لا هم افغان ځواکونه نوي دي او ډېرې روزنې او تجهیز ته اړتیا لري .

ښاغلي عظیمي پر نړیوالې ټولنې او امریکا غږ وکړ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته دې هم د افغان ځواکونو تجهیز او روزنه همدغسې روان وساتي:

(ټاکل شوې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان په خپلواک ډول د خپل کورني او بهرني امنیت مسولیت، په خپله غاړي ولري. نو ځکه موږ مجهزو هوايي او زغروال غښتلي ځواکونو ته اړتیا لرو.
همدا راز د سرتیرو تعلیم او تربیې، لوژیستک، استخباراتو او د ځمکنیو ماینونو د له منځه وړلو په برخو کې باید مونږ مسلکي شو، چې دا زمونږ یو مهم ضرورت دی.
په تېر کال کې زمونږ د۸۰ او ۸۵ فیصده تلفات د سړک غاړې ماینونو له کبله و، دا ټولې هغه برخې دي چې زمونږ په وړاندې لویې ننګونې او خنډونه بلل کیږي.)

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو د هغو خبرو په غبرګون کې امریکا غږ سره غږېده چې ویلي و، افغان ځواکونه لا هم د پخو تجربو خاوندان نه دي او په نورو برخو کې هم نیمګړتیاوې لري .

د امریکا د لويو درستیزانو د کمیټې د مشر، ویاند جنرال مارټن ډیمپسي، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته هم تللی و، ویلي، امریکا چمتو ده چې د افغان ځواکونو د وړتیا د لا لوړولو لپاره په ۲۰۱۵ کال کې هم د هغوی د روزنې لړۍ روانه وساتي .

ښاغلی ډیمپسي وايي د افغانستان د جمهوري ریاست دوو مخکښو کاندیدانو وار د مخه ورته ډاډه ورکړی چې که هر یو یې د دغه هېواد ولسمشر شو، له ناټو به وغواړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتي.

د دې تر څنګ د ښاغلي ډیمپسي په وینا، دغو مخکښو کاندیدانو ورته دا ژمنه هم ورکړه چې د کابل- واشنګټن ترمنځ به امنیتي تړون هم لاسلیک کوي، چې ولسمشر کرزي یې د لاسلیک کولو لپاره ځېنې شرطونه اېښي چې یو یې هم د امریکا په مرسته د خبرو میز ته د طالبانو راوستل دي .

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې ناټو له افغانستان نه د خپلو ځواکونو ویستل پیل کړي، خو ښاغلی ډیمپسي وايي، داسې ښکاري چې امریکا به په راتلونکي کې یو ښه افغان ملګری ولري،چې اشاره یې د افغانستان راتلونکي ولسمشر ته ده
.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG