د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: نورستان کې د پاکستاني طالبانو محلي مشر وژل شوی


چارواکي: نورستان کې د پاکستاني طالبانو محلي مشر وژل شوی

چارواکي: نورستان کې د پاکستاني طالبانو محلي مشر وژل شوی

د نورستان په ولايت کې ددولت وسله والو مخالفينو اوافغان قواوو ترمنځ جګړه کې دافغان قواووپه وينا ګڼ شمېرمخالفين وژل شوي دي .په وژل شويوکسانو کې دپاکستاني طالبانومحلي مشر مولانا فضل الله د وژنې ادعا هم شوې ده .

افغان قواوو دعوه کړې چې دنورستان ولايت دبرګيمټال په ولسوالۍ کې ګڼ شمېر وسله وال مخالفين وژلي دي چې ددوي په وينا دپاکستاني طالبانو مشر هم په کې وژل شوى دى.

له تیروڅوورځوراهيسې په ياده شوې ولسوالۍ کې دافغان قواوو اوسله والومخافينو ترمنځ سختې جګړې پيل شوې دي .جګړه اوس هم دوام لري دپنجشنبې پرسهارافغان قواوو په دغې جګړه کې دپاکستاني طالبانو مشرمولانا فضل الله دوژنې خبر ورکړ.

د سرحدي پوليسو لومړۍ لیوا قوماندان جنرال محمدزمان مموزي په وينا په دغې جګړه کې د مولانا فضل الله په ګډون اته تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دى وايي د يو شمېروژل شويو وسله والو مخالفينو مړي دجګړې پرډګرپاتې وو.

چې دده په وينا دترلاسه شويو راپورونوپربنسټ په وژل شويوکسانو کې مولانا فضل الله هم شامل دى.

خو وروسته دسيمې يوبل چارواکي همت وويل چې په لوموړيو کې داسې شکونه وو چې په دې جګړه کې مولانا فضل الله وژل شوى خو وروسته داسې اطلاع تر لاسه شوه چې په دې جګړه کې د مولانا مرستيال وژل شوى.

افغان قواوو په دې جګړه کې دخپل يوپوليس دوژنې اويوه بل تن دټپي کېدو خبر هم ورکړ.

د دولت وسله والو مخالفينو بيا په دې جګړه کې دپاکستاني طالبانو د ګډون خبره رد کړه او ويې ويل چې په دې جګړه کې له دوی سره پاکستاني طالبان نشته.

دا لا تر دې دمه په سمه توګه څرګنده شوې نه ده چې دې جګړه کې دې دپاکستاني طالبانو مشر مولانافضل الله وژل شوى وي.

د سيمې چارواکي وايي چې جګړه اوس هم په سيمه کې روانه ده.

برګيمټال د نورستان هغه غرنۍ ولسوالي ده چې هرکال د موسم په ګرمېدوسره د جګړې توده ځمکه ګرځي.

بهرنۍ قواووې هم له دغې سيمې نه راوتې دي .پردغې ولسوالۍ په بشړډول دوسله والو سيالو جګړه ماروګروپونو په ارامه حکومت کول يوڅه ګرانه خبره ده.

د سیمې چارواکي وايي دوي دومره قوه نه لري چې پرهغې دې دټول نورستان څارنه وکړي دوي په تېر کې هم له مرکزي دولت نه د پوليسو دشمېر دزياتېدو غوښتنه کړې وه. خوپه وينا يې چاپرې غوږ هم ونه ګراوه.

XS
SM
MD
LG