د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې کنفرانس د پاکستاني کارپوهانو له نظره


د ترکیې کنفرانس د پاکستاني کارپوهانو له نظره
د ترکیې کنفرانس د پاکستاني کارپوهانو له نظره

په روانې اونۍ کې د بهرنیو چارو وزیران په ترکیې کې پدې خاطر جرګه کیږي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي لارو چارو د حال لار منظوره کړي او پدغه هیواد کې د یوه با ثباته اقتصادي پلان باندې هم خبرې اترې وکړي.

کارپوهان وایي د طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره د پخلاینې په خبرو کې د پاکستان نقش زیات مهم دی.

امریکا او د ناټو ځواکونه پلان لري چې د 2014 میلادي کال تر پايه پورې په افغانستان کې خپل محاربوي نقش پای ته ورسوي او د امنیت ساتنې مسؤلیت پخپله افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

د ترکې د استانبول په ښار کې د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو مشران سره جرګه کیږي او د همدې کال په پای کې یانې د ډسمبر د میاشتې په لومړیو شپو ورځو کې به د بن دویم کنفرانس هم جوړ شي. د دغو کنفرانسونو هدف د افغانستان نه د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته، په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو ټولنې په نقش باندې خبرې کیږي.

په افغانستان کې د طالبانو لخوا په رڼا ورځ د څو سترو بریدونو کول دا شکونه پیدا کړیدي چې افغان امنیتي ځواکونه لا هم دا توان لري چې د امنیت چارې په سمه توګه سنبالې کړی شي. په عین حال کې ځیني کارپوهان پدې باور دي چې د القاعده پورې د تړلې ډلې یانې د حقاني د شبکې په شمول د طالبانو سره روغه جوړه کول په افغانستان کې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې عمده عنصر دی. په امریکا کې د پاکستان پخوانې سفیره میرمن ملیحه لودهي پدې اړه داسې نظر لري.

" زه فکر کوم د استانبول کنفرانس به یو مهم ګام وي چې د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د روغې جوړې مفکوره منظوره کړي او دا چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سیاسي روغې جوړې په خبرو کې د سیمې کوم هیواد ورانکاري نکوي. "

افغان او امریکایي چارواکي وایي پاکستان کولی شي چې خبرو ته د طالبانو په کښینولو کې مهم نقش ادا کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن تیره میاشت ویلي ؤ چې امریکا په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي خو د هغو یاغیانو پر ضد د پوځي اقداماتو په زیاتولو کې هم زړه نا زړه نده چې خبرو ته غاړه نږدي.

" افغان او نړیوالو ځواکونو په افغانستان او د پولې په شاوخوا کې په طالبانو باندې فشار زیات کړیدی. مونږ د پاکستان نه غواړو چې افغاني طالبانو ته دې پخپلې خاورې کې د پټیدو خوندي مرکزونه نه ورکوي او پدې برخې کې دې جدي ګاومونه واخلي او هم دې طالبان دیته وهڅوي چې خبرو ته کښیني. "

خو پاکستاني مشران دا تورنه نه مني چې هغوي پخپلې خاورې کې د افغانستان طالبانو ته د پټیدو مرکزونه ورکړیدي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني چې د میرمن کلنټن د سفر په وخت یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وی ویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې تر خپلې وسې همکارۍ ته چمتو دی.

" مونږ ته پکار ده چې د پولې په دواړو خواوو کې د سولې لارې چارې ولټوو او سولې ته یوه موقع ورکړو. او که چیرته دې دې کار نتیجه ورنکړه نو باید چې نورې لارې چارې ولټوو. د پولې په دواړو خواوو کې میشتو خلکو زیاتې جګړې تیرې کړیدي، هلته د څو کالونو راپدیخوا ګډوډۍ روانې دي او هم د زیاتو کالونو راپدیخوا دا ورته نده مالومه چې څه روان دي. "

د امریکا لپاره د پاکستان پخوانۍ سفیره میرمن لودهې یو ځل بیا وایی چې د پاکستان او اسلام آباد تر منځ د اړیکو ښه کیدل د دې سره مرسته کولی شي چې په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د دواړو هیوادونو تر منځ شته ستونزې کمې شي.

" پاکستان وایي چې په افغانستان کې دې تشدد کم شي تر څو د خبرو لپاره یوه فضا رامنځته شي خو امریکا بیا اوس هم پدې خبرې ټینګار کوي چې د هغوي په جګړې او خبرو کې ضد او نقیض خبرې نشته. پاکستان پدې باور دی چې امریکا دا دواړه په عین وخت کې نشي کولی او د پاکستان نه هم دا توقع نشي کیدلی چې د ضد او نقیضو اهدافو په خاطر اقدامات وکړي. زما په نظر پکار ده چې دواړه هیوادونه د دغو مهمو اختلافونو د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي تر څو د دواړو هیوادنو ګډ هدف تر لاسه شي چې په افغانستان او د پاکستان په سرحدي سیمو کې امنیت راوستل دي. "

د استانبول د کنفرانس نه څه باندې یوه میاشت وړاندې په افغانستان کې د سولې د عالي شورا رئیس برهان الدین رباني ووژل شو او د طالبانو سره د خبرې اترو کار هم په ټپه ودرید.

افغانستان د پاکستان په پوځي استخباراتي ادارې ISI باندې تور لګوي چې پدې حملې کې یې لاس درلود خو پاکستان دغه تورونه رد کړیدي.

نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان مشرانو د برهان الدین رباني د وژل کیدو نه وروسته په لومړي ځل د ترکې په منځګړتوب خبرې کړیدي چې هدف یې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د ستونزو له منځه وړل او د تشنج کمول دي.

XS
SM
MD
LG