د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او ترکمنستان د اورګاډي لار پرانیستل شوه


د اورګاډي دا لار له ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له آقینې بندر څخه د کندز د شیرخان بندر له لارې تاجیکستان سره نښلول کیږي.
د اورګاډي دا لار له ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له آقینې بندر څخه د کندز د شیرخان بندر له لارې تاجیکستان سره نښلول کیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد له ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سره د اتامراد – امام نظر او آقینې د اورګاډي لارې لومړۍ برخه پرانیستله.

افغان ولسمشر د 'اتامراد – امام نظر (ترکمنستان) او آقینه (افغانستان)' د اورګاډي لارې د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې وویل، د ترانسپورټي لارو په واسطه د هیوادونو اتصال په سیمه کې د پرمختګ او هوساینې لامل ګرځي.

ولسمشر غني د سیمې په کچه د ترکمنستان بې‌پرې سیاست د ټولو هیوادونو په ګټه وباله او ویې ویل "د افغانستان خلک او دولت د ترکمنستان هره بریا او پرمختګ خپل پرمختګ ګڼي، له نیک ګاونډي څخه لوی نعمت په نړۍ کې بل نشته او ترکمنستان په رښتیا زموږ یو ښه او نیک ګاونډی دی".

د افغانستان ولسمشر هیله څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به ایران او افغانستان هم د اورګاډي د لارې په واسطه سره ونښلول شي او له هغې وروسته به هندوستان او د جنوبي آسیا نور هیوادونه له دغې لارې څخه ګټه پورته کړي.

دغه راز، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د اتامراد – امام نظر او آقینې د اورګادي لارې پرانیستل په سیمه کې د پرمختګ او پراختیا یوه تاریخي پیښه وبلله او زیاته یې کړه "دا لار د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته پراختیا ورکوي او پیاوړې کوي یې".

د دواړو هیوادونو ولسمشران نن غرمه په اورګاډي کې له ترکمنستان څخه آقینې بندر ته راغلل او په افغانستان کې یې د دغې لارې دویمه برخه پرانیستله.

د اتامراد - امام نظر او آقینې د اورګاډي د لارې د دویمې برخې د پرانیستلو لپاره په آقینې بندر کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د دغې لارې په اقصادي او سیاسي ارزښت خبرې وکړې.

د 'اتامراد – امام نظر (ترکمنستان) او آقینه (افغانستان)' د اورګاډي لارې د جوړولو هوکړه لیک، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي د حکومت پر مهال د ۱۳۹۱ کال په وروستیو کې لاسلیک شوی وو.

د اورګاډي دا لار د ترکمنستان له اتامراد څخه پیل شوې او د افغانستان له آقینې او اندخوي سیمو څخه د کندز ولایت شیرخان بندر له لارې له تاجیکستان سره نښلول کیږي.

د اقتصادي چارو کاروپوهان وايي، چې د اورګاډي د لارو جوړیدل به افغانستان له وارداتي هیواد څخه په یو صادراتي هیواد بدل کړي او په نړیوال مارکیټ کې به د افغانستان کرنیز حاصلات او صنعتي توکي ښه بازار پیدا کړي.

دا مهال افغانستان له بهر څخه ۹۵ فیصده واردات لري او ۵ فیصده بهرنیو هیوادونو ته صادرات کوي، چې د کارپوهانو پر وینا د وارداتو او صادراتو دا لوی توپیر د افغانستان په زیان دی.

XS
SM
MD
LG