د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې مظاهره کونکو د ملګرو ملتونو ۸ کارکونکي وژلي


په بلخ کې مظاهره کونکو د ملګرو ملتونو ۸ کارکونکي وژلي
په بلخ کې مظاهره کونکو د ملګرو ملتونو ۸ کارکونکي وژلي

د بلخ پولېس واېې چې د قران کرېم د نسخې د سوځولو پر خلاف نن په مزار شرېف کې د ېوې مظاهرې په دوران کې دملگرو ملتونو په ساحوي دفتر باندې د حملې په ترڅ کې د بلخ په ولاېت کې دملگرو ملتونو اته تنه منسوبېن وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو دفتر دغه خبر تاېېد کړ او واېې چې په ېوه کاري دفتر باندې ېې مظاهره کوونکو حمله وکړه او اور ېې ورته واچوه .

د افغانستان دحکومت مامورانو ووېل چې په سلگونو مظاهره کوونکي دجمعې د لمانځه د ادا کولو نه وروسته سړکونو ته راووتل او دملگرو ملتونو په ودانۍ باندې په زور ورننوتل. دافغانستان حکومتي چارواکي واېې چې پنځه تنه نېپالیان په وژل شویو کسانوکې شامل دي.

په افغانستان کې دملگرو ملتونو خاص استازیْ سټیفن ډي مېستورا مزار شرېف ته تللی دی.

هغوئ دامرېکا د فلورېدا په اېالت کې دېوه عېسوی پادري له خواه څو ورځې مخکې د قران کرېم د ېوې نسخې دسوځولو پر خلاف په ښار کې مظاهره کوله. کله چې دقران کرېم نسخه وسوځول شوه نو افغان او پاکستاني مشرانو ېې غندنه وکړه.

دحکومت ماموران واېې په داسي حال کې چې مظاهره کوونکو د امرېکا غندنه کوله، د ملگرو ملتونو دفتر مخې ته راغونډ شول. په کابل او هرات کې هم دقران کرېم د نسخې دسوځولو پرخلاف مظاهرې وشوی مگر دتشدد په باب څه اطلاع نشته.

XS
SM
MD
LG