د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو په دفتر باندې ځانمرګي بریدونه شویدي


د ملګرو ملتونو په دفتر باندې ځانمرګي بریدونه شویدي

د ملګرو ملتونو په دفتر باندې ځانمرګي بریدونه شویدي

د ملګرو ملتو چارواکي وایي چي د افغانستان د هرات په ولایت کي د دوي په دفترباندي د ځان مرګو په حمله کي د ملګرو ملتو د مامورینو نه هیچا ته تاوان نه دی رسیدلی.

طالبانو ادعا کړې چي دا حمله ددوي څلورو تنو ځان مرګو نن د شنبې په ورځ په هرات کي د ملګرو ملتو په دفتر باندي وکړه.

د ملګرو ملتو چارواکي وایي چي ځان مرګو بم چونکو اول ددوی د دفتر مخي ته بمونه وچول او وروسته نور یاغیان چي د پولیسو جامې یې اغوستي وې او نور یې د ښځو په چادریو کي ودانۍ ته ننوتل. چارواکو وویل چي یاغیان په دې حمله کي وژل شوي دي.

د افغانستان امنیتي قواو دا ودانۍ محاصره کړې ده.

XS
SM
MD
LG